لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ بې باوري نوره سېوا کيږي


پاکستان کې څيړونکي وايي، په ږوب او باجوړ کې د پېښو کېدو وروسته د پاکستان لخوا د افغانستان په حواله ډېر ډاګيز او سخت بيانونه مخې ته راغلل او طالبانو یې رد وکړو، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د "بداعتمادۍ" څرګندونه کوي بلکې ځينې څيړونکي په دې نظر دې "د دواړو ترمنځ معاملات نور خرابېدو پله روان دي".

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، په ځانګړي ډول د ژوب د پېښې وروسته د پاکستان لخوا د افغانستان سره اړیکې ترينګلې ښکاري ځکه د دواړو خواو [پاکستان او افغانستان] د لوري سخت بيانونه ورکول کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "ښکاري د پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ د ژوب د پېښې نه وړاندې اعتماد وو خو اوس هغه نه ليدل کيږي".

هغه زياته کړه، "په مطبوعاتو د بيانونو راتلو يا تورونو مطلب دا دی چې د ټي ټي پي په حواله د افغان طالبانو سره د خبرو عمل کومه نتيجه ور نه کړه د خبرو عمل ناکامه شو. او پاکستان د طالبانو په بيا بيا وعدو نه قانع کيږي".

د نوموړي په خبره "د افغانستان په حواله د پاکستان بيانونه د مايوسۍ دي او چې د پاکستان د پوځ مشر په خپله بيان ورکړي نو معنا دا ده چې معاملات ډېر خراب دي".

او څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته نه يواځې په خبرو کې تاو تريخوالی دی بلکې په پوله د دواړو د ډزو پېښې شوي او وژنې شوي او پوله بنده شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "داسې تمې هم کېدې چې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته به د ټي ټي پي په حواله د پاکستان مسله حل شي خو هغسې هم ونه شوه او د پاکستان مشکلات نور سېوا شو".

د نوموړي په خبره د پاکستان لخوا بيانونه راتلل د ولسي فشار څرګندونه کوي. هغه وويل، "پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودګۍ دعوې کوي او ښکاري افغان طالبان د ټي ټي پي خلاف محدوديتونه او مشکلات لري، د پېښو وروسته بيان بازۍ کيږي خو په حقيقت کې هم اړیکې سمې نه ښکاري".

هغه وويل "يواځې په بيانونو نه کيږي پاکستان باندې هم دا زمه واري ده چې دا کورنۍ مسله ده په خپله پرې ناسته پکار ده".

دغه ډول څيړونکی خبريال رفعت اورکزی وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستيو کې "اعتماد سازۍ ته سخت تاوان رسېدلی او دا وخت سخته بداعتمادي ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د پاکستان د خارجه دفتر بيان ډېره سنجیده خبره ده ځکه چې دا په نړيواله کچه خبره کول وي او طالبان دغه ډول بيانونه نه مني".

د نوموړي په نظر "حالات ډېر خرابېدو ته روان ښکاري ځکه چې پاکستان اوس ډېر ډاګیزه بيانونه ورکوي". هغه وویل که افغان طالبان پاکستان مطمين نه کړي نو معاملات به نور خرابېدو پله ځي.

او بل څيړونکی خبريال عقيل يوسفزی وايي "د پاکستان او افغانستان ترمنځ حالات ډېر پېچلي ښکاري ځکه افغان طالبانو د ټي ټي پي په حواله د پاکستان تمې پوره نه کړې".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پاکستان د افغان طالبانو نه غوښتنې کوي او د طالبانو ځواب ورته د ضد يا سخت وي ځکه د پاکستان بيانونه سختيږي او د هغې علت د پاکستان په پوځي اسټبلشمنټ ولسي او سياسي فشار دی".

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د موجودګۍ او د افغانستان د خاورې پاکستان ضد کارېدو دعوې کوي خو په افغانستان کې واکمنه طالبان یې په کلکه ردوي.

د بلوچستان په ژوب کې په 12 مه جولايۍ په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته د پاکستان پوځ ویلي وو "په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په خوندي پټنځايونو او ازاده توګه فعاليتونو یې جدي اندېښنې لري".

پوځ ويلي وو، "په پاکستان کې ترهګرو عملياتو کې د افغانانو ککړتيا بله مهمه د اندېښنې خبره ده، دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو به ورته کلک ځواب اووايي".

د پاکستان خارجه دفتر د چهارشنبې په ورځ ویلي وو د ږوپ په پوځي چاوڼۍ شوي برید کې د درېو افغان وګړو د ککړتیا تاييد شوی او د دغو ترهګرو تعلق د افغانستان قندهار ولایت سره وو.

د بیان ترمخه "خارجه دفتر د افغانستان سفارتخانې ته د ترهګرو د مړو ترلاسه کولو وینا کړې ده".

د پاکستان د سرکاري خبري شبکې اې پي پي د رپورټ‌ له مخې په 30مه جولايۍ باجوړ کې د ځانمرګي برید وروسته په پېښور کې وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ‌ سرلښکر جنرل عاصم منیر ته هم په یو بریفنګ کې ویل شوي چې د پاکستان دننه کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بټو زرداري دوه ورځې وړاندې ویلي وو که د افغانستان د خاورې نه د پاکستان پرضد د کېدونکې ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو پاکستان بیا اپشن په لاس کې لري چې ترهګرو پسې افغانستان ته هم ورشي.

د پاکستان تازه څرګندونو ته په غبرګون کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رد کړې چې د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، هغه ویلي، "د پاکستان چارواکو لخوا د ملکي امنيت په حواله په افغانستان بې بنیاده تورونه لګول کيږي دوی یې ردوي".

هغه ویلي، "طالبان د افغانستان د خاورې د بل کوم ملک پرضد کارېدو اجازه نه ورکوي، او که په دغه حواله کومه اندېښنه وي د طالبانوسره دې مخامخ شريکه کړی شي په ځای د دې چې په مطبوعاتو بې فايدې دعوې وشي ځکه داسې دعوې د دواړو هيوادونو او ولس په ګټه نه دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG