لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د وژل شوو پوليس عسکرو د کورنيو ژوند څنګه تيږي؟


په خېبر پښتونخوا کې دجمعې په ورځ دپولیس شهیدانو ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې په لسګونو پوليس عسکر وژل شوي دي.

په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوؤ اکثرو پولیس عسکرو کورونو کې يتيمان بچي او کونډې ښځې پاتې دي، ددغو کورنيو غړې وايي دسړو دسیوري د سر نه تر لرې کیدو وروسته يې ژوند د کړاؤنو ډک شوی دی.

د وژل شوؤ پوليسو د کورنيو غړې وايي سړې يې د ترهګرۍ بريدونو کې ووژل شي خو په کورونو کې يې د کونډو ښځو او يتيمانو بچو ژوند ډير ګران وي، پاتې کونډې ته د بچو پالنه ورپغاړه وي او د سړو بر لاسه ټولنه کې يې پاتې ژوند د کور دننه د خپلو بچو د زلمي کېدو په تمه تیر شي۔

ساجده بېګم پخپله هم پوليسو کې ده او د خور خاوند يې د وسله والو بريد کې وژل شوی، وايي د کونډې خور ژوند يې د خاوند د وژل کېدو نه وروسته يوازې او بې اسرې دی.

"د خاوند مثال د سیوري وي، او چې هغه نه وي بيا ټول عمر په غرمو تېرول وي،د خاوند نشتوالي سره د کور مسلې وي، د بچو پالنه ورپغاړه وي، ټولې مسلې هوارول وي"

د ننګيال پلار هم پوليس کې و، د پېدايش نه درې مياشتې وړاندې يې کال 2014م کې پلار د پوليو ټيم په امنیت مامور و او د وسله والو بريد کې ووژل شو.

د ننګيال او د هغه د مور پالنه اوس دننګیال تره کوي، سهيل خان وايي د کونډې وراندار او يتم وراره ته په کتلو يې کور د تېرو نهو کالو غم روازانه تازه کيږي.

"دلته ډيرې ښځې کونډې شوې، دډيرو مياندو بچي ووژلی شو، د خېبر پښتونخوا پوليسو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، مونږ ته چې کومې کونډې يتيمان پاتې دي د هغوي مونږ د خپل وس نه زيات خېال ساتو"

د څلورم اګست په مناسبت په هره ضلعه کې د وژل شوي پوليس اهلکارو د کورنۍ غړې رابلل شوي وو، هغوي ته د ګلونو او د کور د استعمال ډالۍ ورکړل شوې،

خو په دې غونډو کې د کورنيو سړي غړې ډير راغلې وو او د وژل شوو پوليسو ښځې او مېندې ډېرې کمې ليدل کېدې۔

د چارسدې دپوليسو مشر محمد عارف وويل دوي د ټولو کورنيو غړو ته دعوت ورکړی ؤ خو بيا د کورنيو سړي راشي.

"مونږ سره د ټولو کورنيو ښځې او د هغوي بچي په رابطه کې وي، د هغوي چې کومې مسلې وي مونږ ورته هغه هواروو"

پوليس وايي د وژل شوو پوليسو اهلکارو کورنيو ته مياشتنۍ تنخوا ګانې ورکړل کيږي، او د کورنيو د غړو مسلې يي هم په پام کې دي،

خو د ننګيال شان په سلګونو ماشومان د ټول عمر د پاره د پلار د سوري نه محرومه شوي او د کورنۍ د نورو غړو په اسره ژوند کوي .

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG