پاکستان تحریک انصاف ګوند دعمران خان د ګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې د پرامنه احتجاجونو اعلان کړی اؤ ددې ترڅنګ یې ویلي چې دهغه دقید عدالتي فیصله به په ستر عدالت کې چیلنج کوي.
دتحریک انصاف ګوند مرستیال چیرمین شاه محمود قریشي د عمران خان له ګرفتارۍ وروسته پخپل یو لنډ ویډیو پیغام کې په خلکو غږ کړی چې نن باید هیڅوک په کورونو دننه پاتې نه شي اؤ دخپلو ملګرو اؤ کورنیو سره احتجاج ته را اوځي.
هغه ویلي "عمران خان ستاسو د مستقبل په جګړه بوخت دی اؤ که تاسو نن پاکستان دحقیقي ازادۍ لوري ته بوتلل غواړئ نو د عمران خان سره یووالی وښایئ اؤ را اوځئ"
د اسلام اباد سیشن عدالت نن د خالي په ورځ دتحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته د توشه خانې په قضیه کې د دریوؤ کالو دبند اؤ یو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده چې له هغې وروسته پولیسو لاهور کې عمران خان دخپل کور نه نیولی اؤ اسلام اباد ته یې روان کړی دی.
پاکستاني میډیا وایي عمران خان به د پینډۍ د اډیالې جیل ته واچول شي .
د تحریک انصاف ګوند ویاند دعدالت په فیصله خپل غبرګون کې ویلي د توشه خانې د مقدمې دلارې دعدل دنظام په ټنډه یو تور داغ اېښودل شوی دی.
تحریک انصاف عمران خان ته سزا اورونکی جج په بې انصافۍ اؤ تعصب تورن کړی او ویلي یې دي نوموړي جج دې مقدمه کې ټول حقایق د پښو لاندې چقونلي اؤ دځانګړې ایجنډې لاندې یې خپله پرېکړه اورولې ده.
دتحریک انصاف ویاند پخپل بیان کې ویلي چې دسیشن عدالت فیصله د سیاسي انتقام اؤ انجنیرنګ یو بدترین مثال دی اؤ تحریک انصاف به دا فیصله په اعلا عدالت کې چیلنج کوي.
خو دهیواد د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب بیا دا تورونه رد کړي دي چې ګنې عمران خان دسیاسي انتقام په اساس نیول شوی دی.
دعمران خان له ګرفتارۍ وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې مریم اورنګزیب ویلي،عمران خان دټولو قانوني تقاضو پوره کیدو اؤ پلټنو نه وروسته نیول شوی دی.
هغې ویلي دعمران خان پرضد د توشه خانې قضیه نزدې 14 میاشتې عدالت کې روانه وه اؤ په هغه غلا ثابته شوې ده نو ترهغې وروسته ورته عدالت د بند سزا اورولې ده.
دمریم اورنګزیب په وینا عمران خان په سیاسي بنیادونو نه دی نیول شوی بلکې عدالت پخپله فیصله کې ویلي چې هغه ته مکمله دصفایۍ موقعه ورکړل شوې وه،
هغې تور لګولی چې عمران خان دتوشه خانې نه شیان مخکې خرڅ کړي وؤ اؤ اؤ پیسې یې وروسته جمع کړي دي چې دا یوه غلا وه اؤ په دغه غلا کې عمران خان ته د بند سزا اورول شوې ده.
خو عمران خان تر ګرفتارۍ وړاندې په ځان دا تورونه په مسلسل ډول رد کړي چې ګنې دتوشه خانې نه یې دقانون خلاف بهرنۍ تحفې اخستې دي.
عمران خان دریځ لري چې هغه دتوشه خانې نه کومې تحفې اخستې دي دهغې قیمت یې ادا کړی دی اؤ بیا که یې دغه تحفې بهر خرڅې کړې دي نو هغه دده ملکیت ؤ اؤ دخرڅون حق یې لرلو.
خو مریم اورنګزیب ویلي عمران خان چې د توشه خانې د نه اخستل شوؤ شیانو په خرڅولو کومې پیسې ترلاسه کړي دي هغه یې الیکشن کمیشن ته خپلو پنګو کې نه دي ښکاره کړي اؤ وایي دا د جرم اؤ غلا په زمره کې راځي.
دعمران خان دګرفتارۍ پرضد دملک په بیلابیلو برخو کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو احتجاجونه هم کړي دي خو دپاکستان په میډیا دا احتجاجونه نه دي ښودل شوي.
پاکستاني میډيا وایي دخالي په ورځ د عمران خان له نیول کیدو نه وروسته په پلازمینه اؤ ګرد هیواد کې امنیتي ګامونه سخت کړل شوي دي اؤ په ټولو مهمو لارو پولیس اؤ امینتي ځواکونه ودرول شوي دي.
Forum