لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د ګډو مفاداتو کونسل د نوې سر شمیرنې منظوري ورکړه،خو دبلوچستان سیاسي مشرانو پرې سخت غبرګون ښودلی


CCI Meeting
CCI Meeting

دپاکستان د ګډو مفاداتو کونسل د اوومې سرشمیرنې منظوري ورکړې ده خو دبلوچستان سیاسي مشرانو په دې سرشمیرنه سختې نیوکې کړي اؤ وایي دبلوچستان ابادي پکې کمه ښودل شوې ده.

دنوې سرشمیرنې له منظوریدو وروسته دهیواد دقانون وزیر ویلي چې دنوې سرشمیرنې له امله سږکال پاکستان کې عام انتخابات د دوو نیمو نه تر دریوؤ میاشتو ځنډیدلی شي.

دګډو مفاداتو د کونسل 50مه غونډه دخالی په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ شوې چې پکې دڅلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو اؤ دټولو سیاسي ګوندونو استازو په پاکستان دترسره شوې وروستۍ سرشمیرنې په نتیجو اتفاق کړی دی.

دبلوچستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران وایي د ډیجیټل سرشمیرنې په ابتدایي نتیجو کې دبلوچستان ابادي 2 کروړه،15 لکه اؤ 9 زره ښودل شوې وه خو دګډو مفاداتو کونسل چې دکومې سرشمیرنې منظوري ورکړې ده هغې کې دبلوچستان ابادي 67 لکه کمه ښودل شوې د.

تر دې وړاندې د روان کال‌ په اوږدو کې په شوې دې ډیجیټل سر شمیرنه دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعو اؤ سیند صوبې نه هم ګڼ شمیر نیوکې مخې ته راغلې وې چې په سرشمیرنه کې دپښتنو اؤ د کراچۍ د اوسیدونکو شمیره کمه ښودل شوې ده.

نوې سر شمیرنه کې د صوبو ابادي:

دپاکستان دسرکاري ټي وي د رپورټ له مخې دشمیریاتو د ادارې چارواکو دګډو مفاداتو کوسنل ته ویلي چې د اوومې سرشمیرنې له مخې دپاکستان ټوله ابادي24 کروړه،14 لکه اؤ 90 زرو ته رسیدلې ده.

دنوې سرشمیرنې له مخې دخیبر پښتونخوا ټوله ابادي 4 کروړه، 80 لکه اؤ 50 زره ده، دپنجاب ابادي 12 کروړه،76 لکه اؤ 80 زره ، دسیند صوبې ابادي 5 کروړه 56 لکه اؤ 90 زره ،د بلوچستان ابادي یو کروړ، 48 لکه اؤ 90 زره اؤ داسلام آباد ابادي 23 لکه اؤ 60 زره ده.

غونډې ته ویل شوي چې دتېرو شپږو کلونو په مهال دپاکستان ابادۍ کې درې نیم کروړه اضافه شوې ده.

د ابادۍ په زیاتوالي د وزیراعظم اندېښنه:

د پي‌ ټي وي د رپورټ له مخې وزیراعظم شهباز شریف د ګډو مفاداتو دکونسل غونډې ته وینا کې ویلي چې دپاکستان ابادۍ کې د اضافې کچه دپاکستان د اقتصادي ترقۍ نه ډیره سیوا ده.

هغه ویلي چې ابادۍ کې اضافه ګڼ شمیر ستونزې راولاړوي اؤ دا په پاکستان کې د راتلونکي منتخب حکومت اؤ دمستقبل لپاره یو ستر چیلنج دی.

وزیراعظم ویلي چې نه یوازې به ابادۍ کې د اضافې مخه نیول وي بلکې دپاکستان دمعاشي ترقۍ د رفتار په سیوا کولو به ددې چیلنجونو مخه هم نیول وي.

هغه ویلي چې ټولو قامي ادارو اؤ صوبایي حکومت ته به ابادۍ کې داضافې دمخې نیولو لپاره بیړني ګامونه اخستل وي.

شهباز شرف ویلي دملک محدودې وسیلې د سیواکیدونکې ابادۍ لپاره ناکافي دي اؤ که ابادي په موجوده رفتار سره زیاتیږي نو په پاکستان کې به ورسره بې وزلي اؤ بې کاري هم زیاتیږي.

بل لوري ته دپاکستان دقانون وزیر ښاغلي اعظم تارړ دپاکستاني ټي وي جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دنوې سرشمیرنې له منظورۍ ورکول کیدو نه وروسته سږکال ملک کې کیدونکي عام انتخابات دوه نیمې یا درې میاشتې وروسته کیدای شي.

دقانون وزیر ویلي د ګډو مفاداتو دکونسل اتوؤ واړو غړو د نوې سر شمیرنې پخلی کړی اؤ اوس نورې معاملې دالیکشن کمیشن پغاړه دي ځکه چې د دایین د 51 مادې له مخې به انتخابات د نوې شایع شوې سرشمیرنې په اساس کیږي.

هغه ویلي دمشترګه مفاداتو کونسل په جنورۍ کال 2021م کې پرېکړه کړې وه چې راتلونکي انتخابات به د نوې سرشمیرنې په اساس کیږي ځکه چې په تېره سرشمیرنه صوبو زیاتې نیوکې لرلې خو د یو اییني ترمیم په کولو سره تېر انتخابات شوي وؤ.

نوموړي ویلي د ګډو مفاداتو د کونسل په اوسنۍ غونډه کې دا خبره روښانه شوې ده چ د صوبو دقامي اسمبلۍ سیټونه هم هغه وي کوم چې دا مهال دپاکستان دایین مطابق دي اؤ په دې کې به هیڅ زیاتی، کمی نه کیږي.

دبلوچستان غبرګون:

دبلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مینګل د ګډو مفاداتو دکونسل له لوري د سرشمیرنې دمنظورۍ عمل غندلی اؤ اعلان یې کړی دی چې دبلوچستان مشران به راټولوي اؤ بلوچستان سره د شوي زیاتي پرضد به خپل غږ پورته کوي

پخپل یو بیان کې ښاغلي مینګل ویلي مدام دبلوچستان ابادي د وسیلو د ویش اؤ ایوانونو کې د استازیتوب په اړوند دناانصافۍ لپاره بنیاد ګرځول شوې ده.

هغه ویلي دکال2018م په ډینجټیل سرشمیرنه کې دبلوچستان سیاسي ګوندونو د کلک مسولیت مظاهره کړې وه خو متاسفانه چې د سي سي ایي په غونډه کې د سر شمیرنې نتیجې ونه منل شوې.

اختر مینګل ویأی دا عمل دبلوچستان په مرۍ دچاړې راښکلو په معنا دی اؤ د ګډو مفاداتو د کونسل ددې ګام پرضد به د بلوچستان ټول مذهبي اؤ سیاسي ګوندونه رایوځای کولی شي.

دنیشنل پارټۍ مشر اؤ دبلوچستان پخواني وزیراعلا په ایکس خپل غبرګون کې لیکلي ، لویو ګوندونو مدام بلوچستان له نظره غورځولی اؤ داسې قسمه پرېکړه دبلوچستان سره سراسر نانصافي ده.

هغه د کونسل پرېکړه رد کړې ده اؤ ددې پرضد یې داحتجاج اعلان کړی دی.

دپښتونخوا عوامي ګوند وتلي مشر عبدالرحیم زیارتوال هم ویلي چې د سي سي ایي په غونډه کې د بلوچستان ابادي کمه ښودل شوې چې دا بلوچستان سره زیاتی دی.

پخپل بیان کې هغه ویلي چې دبلوچستان ولس به کله هم د ګډو مفاداتو دکونسل دا پرېکړه ونه مني اؤ د دې پرضد به عدالت ته رجوع کولی شي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG