دهند د واک لاندې کشمیر کې وسله والو سره نښته کې درې هندي پوځيان په داسې حال کې وژل شوي دي چې په دغه سیمه د هند دنیغ په نیغه واکمنۍ څلور کاله پوره شول.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې، د جمعې په شپه هندي پوځيانو د هالان سیمې په ځنګلونو کې د وسله والو کشمیریانو د لټونې لپاره ګزمې کولې چې د شپې ناوخته وسله والو سره مخ شول اؤ ترمینځه یې ناتاره ډزې وشوې.
رپوټ وایي په دغو ډزو کې وړومبی د هند درې پوځیان ژوبل شول خو وروسته بیا د سیمې پولیسو په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې پخلی وکړو چې دغه درې واړه عسکر د سختو زخمونو له امله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست کال 2019م نه چې هند دخپلې برخې د کشمیر خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نیغ په نیغه یې پرې خپله واکمني ټینګه کړې ده نو دکشمیریانو اؤ هندي ځواکونو ترمنځ نښتو کې څرکنده کمی لیدل شوی دی.
ډان ورځپاڼه وایي د تېرو څلورو کلونو په مهال دهند د واک لاندې کشمیر کې قابو 900 کسان وژل شوي چې دې کې دهند 144 امنیتي عسکر هم شامل دي.
د روان کال دپیل نه تر اوسه دغلته 63 کسان وژل شوي چې هغې کې نهه عام وګړي،16سرکاري مامورین اؤ 38 کشمیریان وسله وال شامل دي.
کشمیر په کال 1947 کې د پاکستان او هند د ازادۍ په مهال دوه ځايه وېشل شوی او د هغې وخت نه دغه سيمه لانجمنه پاتې شوې ده.
په 1989 کې د هند د ولکې لاندې کشمير کې د هند د ولکې پرضد وسله واله مبارزه پېل شوې او دغلته موجودې ډلې ازادي يا په پاکستان کې شاملېدل غواړي.
په ياده سيمه کې په جګړو کې تراوسه پورې د لکونو په شمېره کې کسان وژل شوي چې زياتره یې ملکي وګړي يا عام خلک دي.
هند په پاکستان تورونه لګوي چې په کشمير کې د ياغيانو ملاتړ کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
Forum