پاکستاني رسنۍ وایي د کراچۍ نه د خېبر پښتونخوا ته هزارې حویلیا ته روان اور ګاډی د سیند ایالت په نواب شاه سیمه کې له پټلۍ ښویدلی چې په کې 15 کسان مړه شوي اؤ تر 50ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د ریل محکمې وزیر خواجه سعد رفیق اندېښنه ښودلې چې دا د ترهګرۍ پېښه هم کیدای شي.
رسنیو د ریل محکمې د چارواکو له خولې ویلي، د اتوار په ورځ د هزاره ایکسپریس په نوم ریل ګاډی دکراچۍ نه دپښتونخوا د هزارې ډویژن حویلیا سیمې ته روان ؤ چې د سیند د سرهاري ریلوی اسټیشن سره نزدې ددغه ریل یو شمیر ډبې له پټلۍ وښویدلې.
د ریل د محکمې ډي ایس محمود الرحمان رسنیو ته ویلي چې هغه ته دترلاسه شوې اطلاع له مخې تر 10ؤ پورې د ریل ډبې د نواب شاه سره نزدې له پاټلۍ ښویدلي دي.
د پاکستان د ریل محکمې وزیر خواجه سعد رفیق دې پېښه کې د 15ؤ کسانو د مړینې تصدیق کړی اؤ اندېښنه یې ښودلې چې دا د ترهګرۍپېښه هم کیدای شي.
لاهور کې رسنیو سره خبرو کې خواجه سعد رفیق وویل،کله چې ریل د حادثې سره مخ کیدو نو رفتار یې مناسب ؤ اؤ په یو ساعت کې یې 45 میټره رفتار کولو.
هغه وویل وړومبی به د پېښې سره دمخ شوؤ کسانو د مرستې فعالیتونه ترسره کیږي اؤ ترهغې وروسته به پلټنې کولی شي چې پېښه څنګه مخې ته راغلې ده.
د ریل محکمې چارواکي وایي په سمدستي توګه دا نه معلومه شوې چې دغه ریل ولې له پاټلۍ ښویدلی دی خو هغوي وایي د پېښې بشپړه پلټنو کې به د پېښې علتونه روښانه شي.
په پاکستان کې اکثره د اور ګاډو دغسې پېښې مخې ته راځي اؤ له هرې پېښې وروسته چارواکي وایي چې دپېښې پلټنې به کوي اؤ راتلونکي کې به دداسې رقم حادثو مخه نیسي خو د ریل ګاډو دحادثو لړۍ لا تر دې دمه نه ده تم شوې.
په فرورۍ کال 2020م کې د کراچۍ نه پېنډۍ ته روان پاکستان اېکسپرېس نومې اور ګاډی په سکهر کې په يو پاټک تېرېدونکي د مسافرو د ګاډي سره په ټکر شوی ؤ چې پکې 20کسان وژل شوي وؤ.
Forum