لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل مېډیا باندې د ټرمپ د یو نوي پوسټ وروستو، سرکاري وکیلانو د ججې نه وغوښتل چې حفاظتي حکم دې جاري کړي


واشنګټن - پس د هغه چې د امریکې پخواني صدر ډونالډ ټرمپ په یو آنلاین پوسټ کې د هر هغه چا په ضد د انتقامي ګامونو ژمنه څرګنده کړه کوم چې د نوموړي پسې یې رااخېستې ده، د امریکې عدلیې وزارت په واشنګټن کې د یو فډرل ججې نه چې د ټرمپ په وړاندې د جرمي قضیې د عدالتي کاروایۍ نګرانه ده، د یو فوري اقدام غوښتنه وکړه.

سرکاري وکیلانو د جمعې په ورځ درخواست وکړ چې د ټرمپ د قضیې نګرانه ججه، تانیا چتکان دې په قضیه کې د شواهدو په اړه یو پروټکټیف آرډر یا حفاظتي حکم جاري کړي. ټرمپ باندې دا تور لګېدلی چې د 2020 کال د انتخاباتو د نتایجو د بدلولو کوښښ یې کړی و او په واک کې د تبدیلۍ پرامنه پروسې ته یې خنډونه جوړول. ټرمپ عدالت ته په حاضرېدو سره، د دې الزامونو په تړاو د بېګناهۍ اظهار وکړو.

پرټکټیف آرډر یا حفاظتي حکم به په ټرمپ او د هغه د وکیلانو په ټیم باندې دا محدودیتونه ولګوي چې د یادې قضیې په اړه کوم معلومات له عوامو سره شریکولی شي او کوم نشي کولی.

د خالي/شنبې په ورځ د واشنګټن ډېسټرېکټ ججې تانیا چتکان د ټرمپ قانوني ټيم یا د وکیلانو ډلې ته حکم وکړ چې د ګل/دوشنبې ورځې د مازدیګر تر پېنځو بجو پورې دې د عدلیې وزارت درخواست ته ځواب ورکړي. د ټرمپ قانوني ټیم سمدستي یو درخواست جمع کړ چې د دوی د جواب موقع دې د زیارت/پنجشنبې تر ورځې پورې وغځول شي، او په دې باب دې سماعت وشي. د ټرمپ ټیم زیاته کړې چې په دې حقله د بحث دپاره زیات وخت ته ضرورت لري.

ججې چتکان د خالي/شنبې په ماښام سمدستي د ټرمپ ټیم ته د نور وخت ورکولو درخواست رد کړ او ټینګار یې وکړ چې ټرمپ باید د ګل/دوشنبې تر مازدیګره پورې درخواست ته جواب ورکړي.

یاده دې وي چې سرکاري وکیلان کوښښ کوي د قضیې عدالتي کاروايي تېزه وي، مګر د ټرمپ وکیلانو څرګنده کړې چې هغه کوښښ کوي دا پروسه سوکه کړي.

په جرمي قضیو کې د پروټکټیف آرډر یا حفاظتي حکم جاري کېدل معمولي خبره ده، مګر سرکاري وکیلانو وویل چې د ټرمپ په دې قضیه کې د دغسې حکم جاري کول "په خاصه توګه اهم دي" ځکه ټرمپ په سوشل مېډیا باندې د "ګواهانو، ججانو، وکیلانو، او نورو اړوندو کسانو په اړه چې د هغه په ضد د درج شوو قانوني مسئلو سره تړاو لري" په سوشل مېډیا باندې لیکنې جاري کړي دي.

سرکاري وکیلانو په خاص ډول د ټرمپ هغې لیکنې ته اشاره کړې چې نوموړي د جمعې ورځې په سهار پخپل سوشل ټروټ نومي پلېټفارم کې خوره کړې او هغه کې یې په غټو ټکو لیکلي: "که تاسو په ما پسې راځئ، نو زه به ستاسو پسې درشم! (یعنې زه به هم تاسو پرې نږدم)"

سرکاري وکیلانو وویل، دوی حاضر دي چې د ټرمپ د وکیلانو ډلې سره یوه ډېره اندازه شواهد شریک کړي چې "زیاتره په کې حساس او رازداره معلومات شامل دي."

هغو ججې ته وویل چې که ټرمپ د منصفه ډلې د ټرانسکرېپتونو او یا نورو شواهدو په اړه چې عدلیه وزارت یې ورسره شریکوي، په سوشل مېډیا باندې لیکنې پیلې کړي، دابه "په ګواهانو باندې ډېر نقصاني اثر وغورځوي، یا په دې مقدمه کې به د انصاف په منصفانه عملي کېدو باندې ناوړه اثر ولري."

د سرکاري وکیلانو په درخواست کې ویلی شوي چې عدلیه وزارت که ټرمپ او وکیلانو ته یې څه دستاوېزات یا معلومات ورکوي، هغوی دې دا حق ونلري چې دا معلومات دې د قانوني ټیم او یا ګواهانو نه بغیر د کوم بل چا سره شریک کړي.

د ټرمپ یو ترجمان ویلي چې د ټرمپ آنلاین پوسټ یو سیاسي بیان و او هغو ډلو او د انتخاباتو مالي ملاتړ کوونکو یا سپر پېکونو ته متوجه و چې په موضوع کې "بې ایمانه خصوصي دلچسپي لري".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG