لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:پاکستان کې دپوځي اسټیبلشمنټ له ملاتړ پرته سیاسي ګوندونه د پي‌ټي آی په څېر انجام سره مخ کیږي


د اسلام آباد سیشن عدالت لخوا په توشه خانه قضیه کښې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د درې کلن بند له سزا اورول کیدو اؤ د عمران خان له نیول کیدو وروسته څیړونکي وایي، اوس دا ښکاره خبره ده چې پاکستان کې کوم سیاسي ګوند ته د پوځي اسټبلشمنټ ملاتړ ترلاسه نه وي، هغه هم داسې مشکلو حالاتو نه تېربږي.

څیړونکي دا هم وایي چې دا د پاکستان د سیاسي ګوندونو کمزوري ده چې د ېو بل پرضد استعمالیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې تیرو وختونو کښې به ورته په یو شمیر مقدمو کښې دعدالتونو لخوا په سمدستي توګه ضمانتونه ورکړی کیدل، څېړونکي وایي چې اوس تر اسټیبلشمنټ دمرستې لاس راښکلی نو هغه د اټک په جیل کې پروت دی.

اټک بندي خانه یا جیل کښې پخوانی وزیراعظم نواز شریف، اوسنی وزیر اعظم شهباز شریف اؤ پخوانی صدر آصف علي زرداري هم په بیلابیلو وختونو کې په بند کښې پاتې شوي دي.

د عمران خان ګرفتاري به د هغه د ګوند پاکستان تحریک انصاف پارلیماني سیاست ته څه تاوان ورسوي؟
د دې تپوس په ځواب کښې خبریال اؤ څیړنکار عادل شاه زیب وایي چې دا د پاکستان تاریخ دی چې هرکله دیو سیاسي ګوند پرضد داسې فیصلې راشي ېا طاقتوره ادارې د هغه ګوند خلاف شي نو ډیر وخت پورې بیا د هغه ګوند پرضد کارروایۍ روانې وي.

عادل شاه زیب ډيوه ته وایي چې د پخواني پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ په وخت کښې نواز شریف د شلو کالو د پاره نا اهله کړی شوی ؤ اؤ بیا یې پاکستان ته واپسي داسې حال کې ممکن شوه نو د پرویز مشرف حکومت ختم شو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان له ګرفتارۍ وروسته تور لګولی چې عمران خان د سیاسي انتقام ښکار شوی دی خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وايي دعمران خان پرضد دا فیصله حکومت نه بلکې عدالت کړې ده.

څیړنکار عبدالهادي مایار وایي د عمران خان پرضد لا اوس هم ډیرې مقدمې پاتې دي خو سوال دا نه دی چې عمران خان ته سزا پکار وه اؤ که نه خو د اوياو کالو نه پاکستان کښې دا ډرامه روانه ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ،کله چې عمران خان اقتدار ته راوستل کیدو نو دنواز شریف خلاف فیصلې راغللې اؤ اوس چې نواز شریف راولي نو د عمران خان پرضد کارروایۍ پیل شوې دي.

دا وړومبې ځل نه دی چې پاکستان کښې دعدالتونو لخوا یو وزیراعظم ته سزا اورول شوې وي، پاکستان کښې عدالتونو پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو ته هم د مرګ سزا اورولې وه.

دغه شان بیلابیلو وختونو کې پخوانیو وزیراعظمانو بې نظیربوټو، نواز شربف، یوسف رضا ګیلاني او ېو شمیر نورو سیاست مدرانو ته هم عدالتونو سزاګانې اورولې دي خو څېړونکي بیا نیوکه کوي چې دپاکستان عدالتونه بیا د طاقتور پوځ جنرالانو ته د سزاګانو ارولو توان نه لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG