واشنګټن - د بلوچستان د تربت سیمې پوليسو ویلي چې د تېرې خالي/شنبې په ورځ د تربت په ملک اباد سيمه کې نامعلومو افرادو د یو تعلیمي مرکز استاذ د مذهب د سپکاوي په تور وژلی دی.
د تربت د پوليسو ايس ايس پي محمد بلوڅ وي و اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، د عبدالروف په نامه تن په تربت ښار کې د ناپېژاندو موټر سايکل سورو له لوري په ډزو ووژل شو.
ایس ایس پي زیاته کړه: "د هغه يوه ګولۍ په سينه کې لګېدلې چې له همدې کبله يې ساه ورکړې، د پېښې مقدمه مو د پوليس په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده."
د پولیسو د بیان ترمخه، پېښه هغه وخت رامنځ ته شوع چې کله ياد استاذ د ځايي مدرسې د علماو جرګې ته روان و چې د هغو مخې ته خپل سپیناوی وکړي، مګر هغه ځای ته د رسېدو وړاندې ووژل شو.
د پولیسو وینا ده چې عبدالرؤف د بولان لنګویج سېنټر په نوم د یو انګریزي اکېډمۍ استاذ و او د سبق پر مهال یې، په باجوړ کې د شوې چاودنې او د ترهګرۍ پر موضوع د شاګرانو سره بحث کې، د ږیرې په اړه کومه خبره کړې وه. په کلاس کې موجودو شاګردانو کې، د دیني مدرسې یو طالب علم هم شامل و چې هغه او ځیني نورو زده کوونکو د ږیري په هکله د استاذ خبرې د اسلام پیغمبر ته توهین بللی او خبره یې د اکېډمۍ مشر او د مدرسې مذهبي علماوو ته رسولې وه.
پولیس زیاتوي چې د هغه نه پس، د مدرسې علماو يوه جرګه جوړه کړې او هغه يې هلته ور غوښتی وو.
د ځايي سرچينو په وينا، عبدالروف کم عمره هلک وو، په اصل کې د برکت ډګري کالج تربت د دولسم ټولګي زدکوونکی و، خو مازدیګري به یې د ځان او کور د خرچ ګټلو لپاره په انګليش لنګويج سېنټر کې استاذي کوله.
د بلوچستان په تربت او شاوخوا بلوڅ مېشته سیمو کې دا لومړی ځل دی چې یو کس د دین او مذهب د سپکاوي په تور دغسې وژلی کیږي.
د تربت یو ځايي خبريال د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته وويل، چې یاد استاذ مدرسې سره نږدې په داسې حال کې وژلی شوی چې هغه له خپلو نورو ملګرو استاذانو سره مدرسې ته ور روان و.
پولیسو ویلي د پېښې په اړه اول دوی ته څه معلومات نه و، او نه هم د انګریزي ژبې اکېډمۍ او د مدرسې ترمیان په بحث و پریکړو خبر و.
د مدرسې علما څه وایي؟
پر ټولنيزو رسنيو ياده پېښه په کلکوټکو غندل شوې او دا د بلوڅ سياسي فکر خلاف يو سازش ګرځول شوی دی.
د مدرسې د علماو او يادې جرګې پر مشر نيوکې کېږي چې هغوی څوک دي چې يو څوک دې وروغواړي او د مذهبي معاملاتو پوښتنه دې ورنه وکړي؟
د کومې مذهبي علماوو جرګې چې وژل شوی استاد د سپيناوي لپاره د توحيد السنه په نامه مدرسې ته طلب کړی وو، د هغې جرګې مشر مفتي شامير وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل: "موږ د عبدالروف اکېډمۍ ته ولاړو هلته مو د زده کوونکو او د استادانو په مخ کې له هغه سره پر دې موضوع بحث وکړ. عبدالروف خو اول انکاري وو چې هغه د ږيرې او مذهب سپکاوی ندی کړی خو ورستو يې بيا وويل چې که سپکاوی يې کړی وي نو معافي دې ورته وشي."
مفتي شامیر ډیوه ته پخپلو خبرو کې وویل چې دوی عبدالرؤف د خالي/شنبې په ورځ خپلې مدرسې ته طلب کړی و چې د جرګې په مخ کې معافي وغواړي "يا هم اسلام قبول کړي".
عبدالرؤف که څه هم مذهب ته د سپکاوي تور یې په ځان نه و منلی، مګر بیا یې هم د معافي غوښتنه کړې وه او د دیني علماو جرګې ته روان و چې موټرسایکل سپرو یې مخه ونیوله، او ویې وژلو.
د توحید السنه مدرسې د جرګې مشر مفتي شامیر د یاد استاذ د وژلو مبینه مذمت کړی دی. هغه وایي: "موږ دا قتل نا جايز بولو، د اسلام او قانون مطابق د رسول د ګستاخ سزا معلومه ده او هغه به قانون او رياست ورکوي."
چې قانون او رياست شته نو تاسو ولې هغه طلب کړی وو؟ د دې سوال په ځواب کې مفتي شامير وويل، دوی ځکه هغه استاذ ورغوښتی و چې "دا ډيره زياته حساسه مسئله ده، موږ نه غوښتل چې دا خبره تر تهاڼې او عدالت پورې ورسېږي ولې چې بيا به جلسونه جلسې او نفرتونه جوړيدل، موږ غوښتل چې د جرګې له لارې په پټه دا قيصه حل شي او د هغه ژوند خوندي شي."
پولیس وايي، د پېښې هر اړخيز جاج اخيستل کېږي او چې کوم خلک په کې ککړ دي، هغوی ته به ضرور د قانون مطابق سزا ورکول کېږي.
Forum