لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کراچۍ نه پښتونخوا ته روان اورګاډي پېښه کې د مړو شمېره 30 ته رسېدلې


د پاکستان د اورګاډي د محکمې وزیر د کراچۍ نه خېبرپښتونخوا ته روان ګاډي په پېښه کې د 28 کسانو مړينې تاييد کړي خو وروسته چارواکو ويلي، په پېښه کې ژوبل دوه نورو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اورګاډي د محکمې مرکزي وزير خواجه سعد رفيق په اېکس يا پخواني ټویټر د شپې ناوخته ويلي، د پېښې له امله بنده شوې پټلۍ به په دوه ساعتونو کې خلاصه کړی شي.

او پاکستانۍ رسنيو د اورګاډي د محکمې د چارواکو له قوله نن سهار ویلي، پټلۍ خلاصه شوې، د پېښې له امله ودرېدلي اورګاډي روان کړی شوي دي.

د کراچۍ نه د خېبر پښتونخوا ته هزارې حویلیا ته روان اور ګاډی پرون ماسپښين د سیند صوبې په نواب شاه سیمه کې له پټلۍغورځېدلی وو.

چارواکو ويلي وو، د هزاره اېکسپرېس لس ډبې [بوګۍ] د پټلۍ نه لاندې غورځېدلې او د 70 پورې کسان ورکې ژوبل شوي وو.

سعد رفيق ويلي وو، په اور ګاډي کې د 1000 پورې مسافر سواره وو، او د پېښې کېدو د علت په اړه یې ويلي وو د پلټنو وروسته به معلومه شي چې پېښې د تکنيکي يا بل کوم علت له امله شوې ده.

هغه ويلي وو، د پېښې په ځای پټلۍ سمه وه او ډرايور ویلي اورګاډی یې د 50 کلوميټره ساعت په رفتار چلولو، ځکه دا به کتلی شي چې پېښه د تکنيکي خرابۍ، تخریب کارۍ، شرارت يا حادثې له امله شوې د چارواکو سره د خبرو نه وړاندې څه نه شي ویلی.

د پېښې سمدست وروسته د نواب شاه او سکهر په روغتونونو کې بېړني حالت په ځای کړی شوي وو.

د پېښې وروسته د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه موقعې ته ورغلی او ويلي يې وو د نواب شاه او سکهر په روغتونونو کې د ژوبلو درملنه روانه ده او که ضرورت پېښيږي کراچۍ ته به یې منتقل کوي.

په پاکستان کې اکثره د اورګاډو دغسې پېښې کيږي او د ناامنۍ د پېښو هم ښکار شوي دي.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې د کوټې نه پېښور ته روان اورګاډي جعفر اېکسپرېس کې د پنجاب په ساهېوال سيمه کې چاودنه شوې، يوه ښځه پکې مړه شوې او پينځه تنه نور ژوبل شوي وو.

له دغې پېښې وړاندې په جعفر اېکسپرېس کې د جنورۍ پر 30مه د بلوچستان په مچ سيمه کې چاودنه شوې وه لږ تر لږه نهه تنه مسافر ورکې ژوبل شوي وو.

پاکستان کې د اورګاډو د ټکر خونړۍ وروستۍ پېښه د کال 2021م د جون په مياشت کې شوې، د سيند صوبې په ډهرکي سيمه کې دوه مسافر اور ګاډي ملت اېکسپرېس او سرسيد اېکسپرېس په ټکر شوي، د 65 پورې کسان ورکې مړه شوي او 150 پورې نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې د کال 2019م د اکتوبر په میاشت کې په تېزګام اورګاډي اور لګېدلی او د 75 پورې مسافر پکې مړه شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG