د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي پاکستان د ترهګرۍ ډیر ستر قیمت پرې کړی کړی خو دا مهال یو وارې بیا د هیواد په بیلابیلو برخو کې ترهګرو خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
د قامي اسمبلۍ غونډې ته خپلې دمخه ښې وینا کې وزیراعظم شهباز شریف پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګریزو بریدونو د پیل کیدو پړه په پخواني وزیراعظم عمران خان ور اړولې ده.
ټي ټي پي ته په اشارې سره وزیراعظم ویلي، پخواني وزیراعظم" هغوي"(طالبانو) ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته راشي اؤ دلته میشت شي.
د شهباز شریف په خبره، هغوي (طالبان) راغلل اؤ دلته یې اړی ګړی پیل کړو، په تاڼو یې قبضه وکړه اؤ نن د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګریز بریدونه یو وارې بیا پیل شوي دي.
شهباز شریف وویل "د شهیدانو له قربانیو وروسته هیواد کې امن پرځای شوی ؤ، خو اوس بیا ترهګري پیل شوې ده"
وزیراعظم ویلي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان 80 زرو وګړو خپل ژوند د لاسه ورکړی اؤ دا معمولي خبره نه ده.
هغه وویل د ترهګرۍ پرضد دې جګړه کې خېبر پښتونخوا تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي اؤ بلوچستان سیند اؤ پنجاب هم په دې قربانیو کې خپله برخه اچولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په نزدې وختونو کې د پاکستان دننه یو وارې بیا د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې یوازې د خېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي دي.
په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان، 81 په ډیره اسماعیل خان، 56 په پېښور، 55 په باجوړ اؤ 49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.
تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.
پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګولي چې پاکستان کې د کیدونکو ترهګریزو بریدونه پلانونه په افغانستان کې جوړیږي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه وار په وار رد کړي دي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.
د پاکستان دملي غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ اوړمه ورځ قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې پاکستان کې د ترهګرۍ د بیا پیل کیدو وجه د دې هیواد خپلې ناسمې پالیسۍ دي.
هغه ویلي وؤ کله چې په افغانستان کې طالبانو په اقتدار قبضه وکړه نو پاکستان کې دننه د خوشحالۍ جشنونه ونمانځلی شول اؤ نن هغه د پړې ګوته افغانستان ته نیول کیږي
Forum