د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر بیرسټر فیروز جمال بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د صوبې نګران وزیراعلی ښاغلي اعظم خان د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نګرانې کابینې د 19 غړو نه استعفاګانې اخستې دي اؤ د نورو غړو نه به استعفاګانې نن د جمعې په ورځ واخلي اؤ ګورنر به د هغوي د ګوښه کولو اعلامیه جاري کړي.
رسنۍ وایي د پښتونخوا د نګران کابینې د غړو نه دا استفعاګانې د الیکشن کمیشن په وینا اخستل شوي ځکه چې الیکشن کمیشن نګران وزیر اعلا ته امر کړی ؤ چې دخپلې کابینې هغه غړي باید ګوښه کړي چې دسیاسي ګوندونو سره تړاؤ لري.
د صوبې داطلاعاتو نګران وزیر ویلي وزیراعلی د کابینې غړي د زیارت/پنجشنبې په ورځ ځانته وربللي وؤ اؤ هغوي نه یې د استعفاګانو تقاضه کړې وه چې په دې 19 غړو وزیراعلی ته خپلې استعفاګانې سپارلي دي.
جیو ټي وي د سرکاري سرچینو له خولې خپل رپورټ کې ویلي وزیر اعلی دا ګام د الیکشن کمیشن په وینا اخستی اؤ د کابینې غړو ته یې روښانه کړې ده چې که هغوي پخپله خوښه استعفاګانې ور نه کړي نو ګورنر به یې د ګوښه کولو اعلامیه خپره کړي.
سرچینې وایي چې د نګرانې کابینې اتو غړو تر اوسه استعفاګانې نه دي ورکړي اؤ درې وزیران له ښاره بهر دي.
د کابینې کومو غړو چې استعفاګانې ورکړې دي هغوي کې مسعود شاہ، عبد الحلیم قصوریه، ارشاد قیصر، محمد علی شاہ، هدایت الله، سلما بیګم، ریاض انور، پیر هارون شاہ، شیراز اکرم، ملک مهر الهي، حامد شاہ، بخت نواز، حاجی غفران، فضل الهي، تاج محمد ، حمایت الله، ظفر محمود اور رحمت سلام خټک شامل دي.
رسنۍ وایي الیکشن کمیشن د صوبې نګران وزیراعلی اعظم خان ته یو استولي لیک کې ویلي وؤ چې د ده د کابینې ځینې غړي د سیاسي تړون په اساس حکومت کې اخستل شوي دي چې هغوي باید په سمدستي توګه ګوښه کړي.
تر دې وړاندې تېره میاشت الیکشن کمیشن د نګران صوبایي کابینې د یو وزیر شاهد خټک له دې امله د ګوښه کولو امر کړی ؤ چې د مطبوعاتو له مخې هغه په نوښار کې د عوامي نیشنل ګوند یوې جلسې ته وینا کړې وه.
د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ له ماتېدو وروسته ښاغلی اعظم خان سږکال په 21مه جنورۍ ټولو سیاسي ګوندونو د نګران وزیراعلا په توګه خوښ کړی ؤ اؤ بیا هم په دغه ورځ هغه دصوبې نګران وزیراعلا ټاکل شوی ؤ.
په 26مه جنورۍ د صوبې ګورنر غلام علي د نګران کابینې غړو ته سوګند ورکړی ؤ خو په 31م جولایي الیکشن کمیشن به وزیراعلا ته لیک استولی ؤ چې دسیاسي ګوندونو سره تړاؤ لرونکي غړي باید له خپلې کابینې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خپلې اییني مودې په پوره کولو دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي قامي اسمبلي هم ماته کړې ده اؤ ټاکل شوې ده الیکشن کمیشن به په 90 ورځو کې په ګرد هیواد کې د نوي سره انتخابات کوي.
خو په پاکستان کې د شهباز شریف د ګوښه شوې کابینې ځینو غړو ویلي چې انتخابات به د نوې سرشمیرنې په اساس کیږي اؤ په نوې سرشمیرنه کې الیکشن کمیشن ته دحلقه بندیو کار ورپغاړه دی نو له دې امله انتخابات د خپلې ټاکلې اییني مودې نه یو څه ځنډیدلی شي.
Forum