لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نګران وزيراعظم به څوک وي؟


پاکستان کې د نګران وزیراعظم ټاکلو دپاره مشورې پېل شوي او پاکستاني مطبوعاتو د ځينو کسانو نومونه خپريږي هم، خو د وزيراعظم شهباز شریف او اپوزيشن مشر ترمنځ د نګران وزيراعظم ټاکلو دپاره پرون يوه ناسته شوې او د بلې ناستې نن کېدو ويل شوي دي.

د اپوزيشن مشر راجه رياض پرون د وزيراعظم شهباز شریف سره ليدلي، او د ليدنې وروسته یې مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، د وزیراعظم سره یې خبرې شوي او دواړو پرېکړه کړې د نګران وزیراعظم د ټاکلو پورې به د ممکنه امېدوارانو نومونه په مطبوعاتو نه ښکاره کوي.

هغه ويلي د شهباز شریف سره یې د نګران وزيراعظم دپاره نومونه شريک کړي او شهباز شريف ورسره هم نومونه شريک کړي دي خو دوی دواړه د وړاندې څخه نه وو خبر چې څوک د چا نوم ورکوي.

او وزيراعظم شهباز شریف بیا د جيو نيوز سره په خبرو کې ویلي، پرون ځينې نومونه ده او ځينې د اپوزیشن مشر ورکړي، خبرې یې شوي او سبا يعنې نن د جمعې په ورځ به د دغو نومونو بيا جايزه اخستل کيږي.

هغه ويلي، ايين ورته د اسمبلۍ ماتولو وروسته د نګران وزيراعظم ټاکلو دپاره درې ورځې وخت ورکوي او هيله مند دی چې د درېو ورځو نه وړاندې به د دوی اتفاق راشي.

په اییني توګه د اوسني حکومت موده په 12م اګست سرته رسي خو وزیراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې وه.

او بيا د شپې ناوخته صدر عارف علوي د وزیراعظم په سپارښتنه د ایین د 58-1 مادې لاندې د وزیراعظم لخوا په ورلیږل شوې سمرۍ یا سپارښتنه لاسلیک کړې او قامي اسمبلي یې ماته کړې وه.

وزیراعظم شهباز شریف صدر ته په ورلیږل شوې سپارښتنه کې هغه نه د نګران یا لنډ مهاله حکومت د جوړښت غوښتنه هم کړې وه.

د اسملۍ ماتیدو نه وروسته اوس د پاکستان د ایین ترمخه الېکشن کمیشن پابند دی چې په 90 ورځو کې دننه به هیواد کې نوي انتخابات کوي.

خو پاکستان کې د نوو انتخاباتو په اړه تاودنه بحثونه روان دي چې د نوې سرشمېرنې په سر انتخاباتو کولو کې وخت لګېدی شي.

د سرشمېرنې وروسته د حلقه بنديانو کولو ویل شوي چې په دغه کار کې د الېکشن کمېشن د څلورو میاشتو پورې وخت لګېدی شي.

شهباز شریف ويلي، انتخابات کول د الېکشن کمېشن کار دی.

پاکستان کې د نګران وزيراعظم دپاره د جليل عباسي جېلاني، د خزانې پخواني وزير عبدالحفيظ شېخ، پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، پخواني چيف جسټس تصدق حسېن جېلاني، د خزانې مخکيني وزير اسحاق ډار نومونه اخستل کيږي، خو تراوسه په دغو نومونو کې په رسمي ډول د يو تاييد هم نه دی شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG