خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي، د 13م اګست نه تر 16م پورې د صوبې په برنو غرييزو او پېښور پورې د تېزې سيلۍ سره د بارانونو، سېلاب او غرونو ښوېدو امکان دی.
پي ډي اېم اې ويلي، د 13م اګست د شپې نه تر 16م اګست پورې چترال، بره دیر، سوات، شانګله، بونېر، ملاکنډ، کوهستان، بټګرام، تورغر، مانسهره، اېبټ اباد، هري پور، مردان، صوابۍ، نوښار، پېښور، چارسده، مومند، باجوړ، کورمه او خېبر کې د تېزۍ سيلۍ په دمې دمې سره د باران او په ځينو ځايونو کې د تېز باران امکان دی.
ويل شوي د 14م اګست نه تر 16م اګست پورې په چترال، دیر، سوات، کوهستان، شانګله، بونېر، مانسهره، اېبټ اباد، صوابۍ، مردان او پېښور په ځايي او باراني لښتو کې د اوبو سېوا کېدو امکان دی، له دې نه علاوه د خېبرپښتونخوا په غرييزو سيمو کې د غرونو ښوېدو او ژورو علاقو کې په خوړونو او ولو کې د سېلابي حالاتو خطره څرګنده کړی شوې ده.
د بارانونو او سېلابونو د ممکنه اغېزو او احتياطي تدابيرو لارښوونه شوې، اړونده ادارو ته د چمتو کېدو ویل شوي چې د مالي او ځاني تاوانونو مخنيوی وکړی شي.
د پاکستان د موسمياتو محکمې د 15م اګست نه تر 16م اګست پورې د بلوچستان صوبې په موسا خېلو، بارکهان، ژوب، قلات او خضدار کې هم د تېزې سيلۍ سره د باران امکان څرګند کړی دی.
پي ډي اېم اې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او نورو پېښو له امله د اوښتي تاوان شمېرې نه دي ويلي خو د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] پرون ویلي، د 25م جون راهسې په ملک کې بارانونو، سېلابونو او نورو پېښو کې 210 کسان مړه شوي او 294 ژوبل شوي دي.
د ادارې ترمخه تازه د زيارت په ورځ د بلوچستان شېراني ضلعه کې د باراني سېلاب له امله څلور کسان مړه شوي وو.
اېن ډي اېم اې ويلي، په ملک کې د جون د میاشتې راهسې پېښو کې تر ټولو زيات 72 کسان په پنجاب صوبه کې مړه شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې 59 او بلوچستان کې 21 کسان مړه شوي دي.
Forum