د فرانس چارواکي وایي له خلکو ډکه یوه کښتۍ د فرانس او برتانیې تر منځ په «انګلش تنګي» کې ډوبه شوې چې وایي شپږ تنه افغانان پکې مړه شوي او په لسګونو نور کسان ژغورل شوي دي.
پولیسو د شبنې- خالي په ورځ رسنیو ته ویلي چې د ژغورنې عمله لا هم لګیا ده او په ورکو کسانو پسې پلټنه کوي خو وایي لا معلومه نه ده چې څومره کسان لا درکه دي.
د سمندري چارو لپاره د فرانس د مملکت وزیر هروي بیرویل د کیالې په بندر کې د پېښې په هکله خبریالانو ته وویل چې د کښتیو ډوبېدل یوه ناوړه بشري غمیزه ده او قاچاقبران یې پر دې پېښه پړه وبلل.
هروي بیرویل وویل "مجرم قاچاقبران کډوال مرګ ته لیږي" او د هغو نیټورکونو یا شبکو خلاف یې د ګامونو اخیستلو ژمنه وکړه چې په دې قاچاق کې لاس لري.
د ساحلي ښار بولون لپاره مرستیال پولیس مشر فیلیپ سباتیر اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په ډوبه شوې کښتۍ کې مړه شوي شپږ تنه ټول افغانان وو چې عمرونه یې په 30مو کلونو کې وو.
د فرانس او برتانیې ساحلي ګارډ په دې پېښه کې 61 تنه له ډوبېدو ژغورلي هم دي او ویل کیږي چې اکثره افغانان او یواځې څو تنه د سوډان اوسېدونکي دي.
د پولیسو مرستیال مشر ویلي په ډوبه شوې کښتۍ کې سپاره اکثر هغه کسان دي چې عمرونه یې تر اتلسو کالونو پورته دي خو یو څو پکې کم عمره ماشومان دي چې د عمرونو په هکله یې څه نه دي ویل شوي.
د برتانیې د پارلمان غړې او د کورنیو چارو وزیرې سوېلا برېورمېن پر دې پېښه خفګان ښکاره کړی او پر ایکس [ټویټر] یې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.
د فرانس وزیراعظمې الیزابیت بورني هم پر دې پېښه له خفګان ښکاره کولو سره سره د ژغورونکو هلې ځلې ستایلې دي.
پولیس وایي دا کښتۍ د فرانس په ځایي وخت د شپې پر دوې بجې د فرانس په شمالي ساحل کې ډوبه شوې ده. د فرانس او برتانیې تر منځ دا سمندري لاره په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ لپاره تر ټولو مصروفه لار ده.
د فرانس د سرکاري معلوماتو له مخې له 2018م کال را وروسته له فرانسه څه باندې یو لک کډوال په وړو کښتیو کې تر «انګلش تنګي» یا اوبلارې برتانیې ته تېر شوي دي، خو د 1000 په شاوخوا کې کډوال تر اوسه تګ ته په انتظار دي.
چارواکي وایي د تېرې پنجشنبې- زیارت په شپه هم د ماشومانو په ګډون 116 هغه کډوال په سمندر کې له ډوبېدو ژغورل شوي چې په دریو وړو کښتیو کې سپاره وو، خو معلومه نه ده چې هغوی د کومو هیوادونو وو.
د برتانیې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې 755 کډوال موندلي چې په 14 وړو کښتیو کې سپاره وو او د انګلېنډ جنوبي ساحل ته روان وو. په روان کال کې په یوه ورځ کې دا تر ټولو ډېر کډوال دي چې برتانیې ته ورغلي دي.
Forum