لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره له سیالۍ وړاندې افغانستان د هندي کوچ ملاپ پردیپ کمار میوادا خدمات تر لاسه کړل


د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان پخوانی د کرکټ لوبغاړی ملاپ پردیپ کمار میوادا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کوچ یا روزونکی ټاکلی دی.

افغان کرکټ بورډ په داسې حال کې د هندي کوچ خدمات ترلاسه کړي چې ټاکل شوې ده په 22م اګست د پاکستان اؤ افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د سپر کوله کپ د دریوو یو ورځنیو مېچونو د لړۍ وړومبۍ سیالي په سریلنکا کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخپل یو بیان کې ویلي ملاپ میوادا یې ددغه سیالیو نه مخکې د افغانستان دملي لوبډلې لپاره د بیټنګ کوچ یا روزونکي په توګه مقرر کړی دی.

افغان کرکټ بورډ ویلي میلاپ میوادا په سریلنکا کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

تر دې وړاندې ملاپ میوادا د بنګله دیش پرضد سیریز کې هم د افغان لوبډلې سره یو ځای کار کړی ؤ.

دا وړومبی ځل دی چې دپاکستان پرضد د سیالیو لړۍ کې به ملاپ میوادا د(فل ټایم) بیټنګ کوچ په توګه مخې ته راشي.

دهندوستان سره تړاو لرونکی ملاپ پردیب په هند کې دننه هم د ګڼو سیمه ییزو کرکټ لوبډلو کوچ یا روزنکی پاتې شوی دی.

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دا مهال په همبنټوټا کې دپاکستان پرضد د ورځینو سیالیو دلړۍ په تیاریو بوخت ده اؤ ټاکل شوې ده ددغه لړۍ وړومبۍ سیالي به په 22م اګست کیږي.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دکرکټ لوبډلو سیالۍ چې کله کیږي نو د دواړو هیوادونو اؤ سیمې وګړي پکې ځانګړې خوښي ښکاره کوي خو پروسکال په متحده عرب اماراتو کې د دواړو هیوادونو دتماشګیرو ترمنځ په کرکټ اسټيډيم کې سخت تاو تریخوالی پیدا شوی ؤ اؤ په یو بل یې ګزارونه هم کړي وؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG