واشنګټن - د بې سرحده رپورټرانو تنظیم (آر اېس اېف) یو تازه رپوټ خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهېسي، مېډیا د نابودۍ له خطر سره مخ شوې ده.
د آر اېس اېف په دې رپوټ کې چې د اګسټ په ۱۱مه نېټه خپور شو، ویلی شوي چې د طالبانو د بیا راتګ، یعنې د 2021 کال د اګست میاشتې تر اوسه په تېرو دوو کلونو کې د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په افغانستان کې یې کار کولو، نږدې 8000 یې د خبریالي دنده پرېښودلې ده.
په دې رپوټ کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویل شوي چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا 80 فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پرېښودلي دي.
آر اېس اېف پخپل رپوټ کې وایي: "په افغانستان کې د 2021 کال د اګست د 15 وروسته له 80 فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پرېښودلی او د نږدې 12 زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د 2021 کال کې یې په دغه هیواد کې کار کولو، د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې صحافت پرېښودلی دی."
آر اېس اېف پخپل رپوټ کې د افغانستان په دننه او بهر کې د هغو افغانو خبریالانو سره چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو د ځپلو د اقداماتو سره سره د ازادو رسنیو د فعالیت د دوام لپاره هڅې کوي، هم خبرې کړي دي.
کابل کې یوې ښځینه خبریالې چې لا هم یو ټلوېژن سره کار کوي ویلی: "د هرې ورځې په تیریدو حالات لا پسې خرابیږي...زه په پرله پسې ډول د پیښو د پوښښ له حق څخه د دې له امله محرومه شوې یم چې ښځه یم".
هغې وویل، چې هرځل چې په ټلوېژن کې د کمرې مخ ته ودریږي باید ماسک واچوي: "ښځینه خبریالانې خبري مسایلو په سر د بحث په خپرونو کې د سړو سره برخه نشي اخیستلی او له سړو پوښتنې نشي کولی. ددې له امله ډیرې ښځینه خبریالانې دې ته اړ شوې، چې خپلې دندې پریږدي. ډیرو پریکړه وکړه، چې د رسنیو د خبرونو څانګې پریږدي او ددې پر ځای، چې پر خپلو دفترونو په میزونو د بندیتوب احساس وکړي دا یې ښه وګڼله چې کور کې پاتې شي".
د بې سرحده رپورټرانو تنظیم د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له خوا د "همیشه بهار" ټي وي او رېډیو تړل په دې برخه کې د یو وروستي مثال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې طالبانو دا رسنۍ او د "ځوانانو رېډیو" د شریعت د قانون له مخې تړلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت ځایي چارواکو د ځوانانو رېډیو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړې ده، خو همیشه بهار ټلوېژن لا هم تړلی دی.
ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د 547 رسنیو څخه چې په 2021 کال کې یې فعالیت کولو، اکثره یې تړل شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د 150 ټلوېژنونو څخه اوس 70 یې فعالیت لري او د 307 رېډیوي سټیشنونو څخه 170 یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د 31 خبري ادارو څځه اوس مهال 18 یې لا هم فعال دي.
د وي او اې افغان سروس نه په مننه
Forum