لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وایي د بېلګروډ ښار پر سر یې د اوکراین یو ډرون ویشتلی او راغورځولی دی


واشنګټن - د روس سرکاري خبري ادارې، ټاس رپوټ ورکړی چې روسي ځواکونو د د روسیې په جنوب لویدیځ ښار بېلګروډ کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د اوکراین یو ډرون ویشتلی او راغورځولی یې دي. په دې پېښه کې د کوم ځاني او یا مالي نقصان یادونه نده شوې.

د خالي/شنبې په ورځ د روس خارجه وزارت وویل چې د کرېمیا په پول یې د اوکراین د راکټي حملې مخه نیولې ده. روس دا حمله "ترهګري" بللې او د انتقام اخېستو ژمنه یې کړې ده.

د روس دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین ځواکونو د خالي/شنبې په ورځ د کرېمیا په پول او څو نورو ځایونو باندې د اېس-200 راکټونو بریدونه وکړل، خو په دې بریدونو کې ګني کوم ځاني او یا مالي نقصان نه دې پېښ شوی.

د کرېمیا پول نولس (19) کلومټره اوږد دی چې روس د کرېمیا علاقې سره نښلوي. په دې پول باندې د تېر څه باندې یو کال راهیسي اوکرایني ځواکونو څو څو ځله حملې کړي دي. کرېمیا د اوکراین علاقه ده، خو روسانو څو کاله وړاندې په زور ورباندې ولقه لګولې او هغه یې خپله خاوره ګرځولې ده، خو په نړېواله کچه دا سیمه د روس نه پېژندلی کیږي.

بل اړخ ته د برطانیې دفاع وزارت پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې ویلي چې په اوکراین کې جنګېدونکي روس عسکر غواړي د جګړې نه څه موده لاس واخلي. د رپوټ ترمخه، په جولائي میاشت کې د روسانو د 58 ام لښکر کمانډر له دندې په دې خاطر ګوښه کړی شو چې ویل یې ځیني عسکر یې د جنګ نه رخصت اخېستو ته ضرورت لري.

همدا راز د اتوار/یکشنبې په ورځ د برطانیې دفاع وزارت ویلي دي، "یو حقیقت پسنده امکان" موجود دی چې روس دې پر وېګنر نومې د ملېشو ګروپ، مالي امداد بند کړی وي. وېګنر هغه د ملېشو ډله ده چې مشر یې یاوګیني پریګوژین څه موده وړاندې، په جون میاشت کې، د روس د مشرتابه په ضد پاڅون وکړ.

د برطانیې دفاع وزارت ویلي چې اوس ممکن د وېګنر ډله بېلاروس ته سترګې نیولي وي چې دوی ته فنډ ورکړي، مګر د بېلاروس مالیاتي صلاحیتونو ته په کتو، د وېګنر ډلې په وسعت کې به د پام وړ کمی راشي.

د یو بل خبر ترمخه، پولېنډ ویلي چې د بېلاروس سره پخپله شریکه پوله یې د عسکرو په شمېر کې اضافه راوستې ده، ځکه د پولېنډ په باور، بېلاروس د "عدم استحکام" کوښښونه پیل کړي دي.

د پولېنډ دفاع وزیر په دې وروستو کې د بېلاروس سرحد ته نږدې د پولېنډي عسکرو لیدو ته هم تللی دی. هغه ویلي چې تر لس زره پورې پولېنډي عسکر به د بېلاروس سره په ګډه پوله پاته وي، ځیني به یې په فعاله توګه مشق او ګزمې ترسره کوي، او ځیني به یې د تیارسئ یا آماده باش په حال کې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG