چين له پاکستاني چارواکو غوښتي، د بلوچستان صوبې په ګوادر ښار کې "په چينايي وګړو د بريد پوره پلټنې دې وکړي، بريد کوونکو ته دې سخته سزا ورکړي او په راتلونکې کې د داسې ډول پښو د مخنيوي دې دپاره عملي او موثره اقدامات وکړي".
د اتوار په ورځ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د چينايي اينجينيرانوپه قافله وسله وال برید شوی وو.
بلوڅ بېلتون پاله ډلې [بي اې اېل اې] د برید زمه واري منلې وه.
د پاکستان پوځ ويلي، "په ګوادر کې په پوځي قافله ترهګر برید شوی، ترهګرو وړه وسله او لاسي بمونه کارولي، او د پوځ په موثره او چټک غبرګون کې دوه ترهګر وژل شوي دي".
پوځ ویلي "په برید کې پوځي او ملکي وګړو ته تاوان نه دی اوښتی". خو په پوځي بيان کې د چينايانو په قافله د برید يادګېرنه نه ده شوې.
خو په پاکستان کې د چين سفارتخانې په خپله وېب پاڼه ویلي، د" ګوادر د بندر سره نزدې د چينايي وګړو په قافله برید شوی په بريد کې ځاني تاوان دی شوی. د چين سفارتخانه د ترهګرۍ د پېښې غندنه کوي".
بيان کې ويل شوي، "بريد ته په سمدستي غبرګون کې سفارتخانې او په کراچۍ کې د چین کونسلګرۍ ويلي، چين له پاکستاني چارواکو غوښتي، د بلوچستان صوبې په ګوادر ښار کې په چينايي وګړو د بريد پوره پلټنې دې وکړي، بريد کوونکو ته دې سخته سزا ورکړي او په راتلونکې کې د داسې ډول پښو د مخنيوي دې دپاره عملي او موثره اقدامات وکړي".
سفارتخانې زياته کړې، "چين به د ترهګرۍ ضد مبارزه، پاکستان کې د چينايي وګړو او ادارو د ساتنې دپاره د پاکستان سره په ګډه کار کوي".
سفارتخانې "په پاکستان کې چينايي وګړو ته د بېدار پاتې کېدو او حفاظتي خطرو ضد د احتياطي تدابيرو خپلولو ويلي دي".
پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې په چينايي وګړو برید شوی دی.
د روان کال مې د میاشتې په لسمه د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوه کړې وه، کراچۍ کې په چينايي کمپنۍ ترهګر برید یې شنډ کړی او په کمپنۍ ورننوتونکو دوه ترهګرو کې یې يو وژلی او بل ترې تښتېدلی وو.
تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.
د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.
په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د بريد وروسته چين د پاکستان نه په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو ترڅنګ چينايانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کړې وې.
د یاد بريد وروسته د کنفوشيس انسټيټيوټ او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي او بيا بيرته پاکستان ته نه دي ورغلي.
د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون ورکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.
له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی، پينځه تنه ورکې وژل شوي وو.
دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.
تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چين سفر کړی او د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".
Forum