لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ دوه کلنه موده: د ملګرو ملتونو کار پوهان وایي طالبان نه خو بدل شوي اؤ نه اصلاح شوي دي


د ملګرو ملتونو کار پوهان وایي، په افغانستان واکمنو طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونو، د ښځو بندیزونو لګولو اؤ دوي سره توپیري چلند ته ورکړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته د بیا ګرځېدو په دوه کلنه موده پوره کیدو دملګرو ملتونو کارپوهانو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي طالبانو چې واک ته له رسیدو وړاندې کومې ژمنې دنړۍ سره کړې وې اؤ اوس په افغانستان کې کوم وضعیت روان دی دا هغه تاثر ناسم ثابتوي چې ګې طالبان اصلاح شوي اؤ بدل شوي دي.
د ازادۍ راډیو د رپورټ له مخې دا اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، د بشري حقونو د دفاع ځانګړې راپور ورکوونکې مري لاولر او د اقلیتونو په چارو کې ځانګړي راپور ورکوونکي فریناند دي وارینس لاسلیک کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په15م اګست په افغانستان کې دطالبانو لخوا د ټوپک په زور په اقتدار دقبضې کولو دوه کاله پوره شول خو د دوي حکومت دنړۍ لخوا دسختو نیوکو سره مخ دی چې د ښځو اؤ لږکیو حقوق یې تر پښو لاندې کړي،دمطبوعاتو نه یې ازادي تروړلې اؤ دخپلو سیاسي مخالفینو ځورولو اؤ وژلو ته یې دوام ورکړی دی.
دملګرو ملتونو کار پوهانو ویلي، دوه کاله مخکې چې طالبان واک ته ورسېدل، له هغه وخته تراوسه پورې یې داسې پالیسۍ خپلې کړي چې له نجونو یې د زده کړو او کار حق اؤ‌ له خلکو یې د بیان او غونډو ازادي اخستې ده.
اعلامیه کې ویل شوي، داسې کره اؤ تایید شوي راپورونه شته چې د اعدامونو، جبري بې درکیو، په خپل سر دنیونو، شکنجه کولو او ناوړه چلندونو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
په نجونو اؤ ښځو د طالبانو بندیزونه:
طالبانو په اقتدار له قبضې کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو اؤ پوهنتونونو ته د نجونو په تګ بندیز لګولی اؤ هم میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په دفترونو کې کار وکړي.
ددې ترڅنګ هغوي پارکونو، جمونو او حمامونو ته د ښځو په تګ بندیز اؤ د ښځو په سینګارتونونو یا بیوټي پارلرو هم بندیز لګولی دی.
طالبان دریځ لري چې د نجونو په زده کړو بندیز عارضي دی اؤ ډیر زر به د دوي د زده کړو لپاره حکومت یوه پالیسي تیاره کړي.
د ملګرو ملتونو دغه ډلې پخپله اعلامیه کې د طالبانو ددې څرګندونو سره چې وايي د نجونو په زده کړو بندیز عارضي دی ،ویلي عملاً وضعیت ښيي چې په چټکه او په پراخه پیمانه ښځې ځپل کېږي او ځورونې دوام لري.
اعلامیه وایي طالبانو د تېر کال په پرتله د ښځو او نجونو خلاف توپیري اقدامات زیات کړي او تر دې حده یې رسولي چې دا جنسیتي ربړونې د بشریت خلاف جنایت ګڼل کېدای شي.
اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو خلاف خپل چلند بدل کړي، ښځو ته اجازه ورکړي چې په اقتصادي فعالیتونو او هغو ضروري خدماتي برخو کې فعالیت وکړي چې له ښځو اونجونو سره تړاو لري.
د ملګرو ملتونو کار پوهانو همداراز ښځو ته د تګ راتګ او سیاسي ازادۍ د ورکولو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر مخ د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
افغانستان کې د ښځو مظاهرې اؤ شعارونه:
بل لوري ته د 'ارغواني شنبې ورځو غورځنګ" دسیوري لاندې پرون دوشنبه، د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنیدو د دویمې کلیزې په درشل کې یو شمیر مېرمنو، په غزني، بلخ، پنجشیر او تخار ولایتونو کې په سرپټو ځایونو کې احتجاجونه کړي دي‌ اؤ هم یې د پنجشير ولايت په بيلابيلو سيمو کې شعارونه لګولي دي.
د 'ارغواني شنبې ورځو غورځنګ' مشرې مریم معروف اروین، امریکا غږ پښتو ته ویلي چې د "طالبانو له ګواښونو، د اعتراض کوونکو د نیولو او وحشیانه شکنجو" سره سره د دې غورځنګ غړو له نړۍ وغوښتل چې د ملیونونو هغه افغانانو غږ پورته کړي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په یوه شکل بندیان دي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د غیر شرعي او غیر انساني تګلارو په وړاندې د اعتراض او نظر څرګندولو حق نه لري.

هغې وویل،طالبانو ته د واک د سپارلو د دویمې کلیزې په درشل کې،‌ یو ځل بیا ژمنه کوي ، تر هغه وخته پورې چې د هیواد د ټولو وګړو حقونه او ازادۍ تامین شوي نه وي، دوي به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د امریکې په مشرۍ کې افغانستان نه د نېټو ځواکونو د انخلا وروسته طالبان د کال 2021 د اګست په 15مه نېټه په کابل واکمن شول، د صدر اشرف غني حکومت نسکور شو او غني د ګڼ شمېر نورو مرستیالانو ترڅنګ د ملک نه ووتلو.

تر دې مهاله د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. نړیواله ټولنه وايي په رسميت د منل کېدو دپاره دې طالبان د ښځو په تعلیم، کار روزګار او نور قدغنونه لري کړي. نړیوالې ټولنې په طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات لګولي دي خو طالبان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې یې دامن ټینګولو تر څنګ د هر چا حقونه خوندي کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG