واشنګټن - د امریکا په جورجیا ریاست کې یو منصفه پلاوي د ګل/دوشنبې په ورځ یو فرد جرم جاري کړ چې ترمخه یې په پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د 2020 کال انتخاباتو د نتیجې بدلولو په کوښښ تورن شوی دی.
جورجیا هغه ریاست و چېرته چې بایډن انتخابات په کې وګټل خو وروستو ټرمپ ویل چې ګني په نتیجو کې ورسره دوکه شوې ده.
د جورجیا د فالټن ضلعې اټرني جنرل فاني ویلېس په ټرمپ او ملګرو یې تورونه لګولي و او د ګل/دوشنبې په ورځ یو منصفه پلاوي په دې تورونو غور وکړ او نتیجه یې فرد جرم و چې په 98 پاڼو کې، د ډونالډ ټرمپ په شمول نولس (19) کسان ملزم وپېژندل شول.
په فرد جرم کې ټولټال یو څلوېښت (41) الزامونه لګولی شوي او ټول ملزمان په هغه جرم تورن ګرځولی شوي کوم چې راکټيئرینګ نومیږي او د قانون تر لاندې، د منظمو جرایمو ډلو ممبرانو د همدې تور لاندې عدالت ته راکش کیږي او حد اکثر شل کاله قید سزا درلودلی شي.
په ملزمانو کې، د ټرمپ د صدارت په دور کې د وایټ هاوس چیف آف سټف مارک میډوز، او د ټرمپ وکیلان روډي جولیاني او جان ایسټمن هم شامل دي.
په فرد جرم کې ویلی شوي دي: "ټرمپ او نور مدعا علیهان چې په دې فرد جرم کې تورن شوي دي، د دې قبلولو نه یې انکار کړی چې ټرمپ [انتخابات] بایللي، او هغوی په آګاهانه او قصدي توګه په یو سازش کې شامل شول چې د انتخاباتو نتیجه په غیرقانوني ډول د ټرمپ په ګټه بدله کړي."
د ملزمانو وکیلانو سمدستي رسنیو ته د دې فرد جرم په اړه څه نه دي ویلي.
د جورجیا د انتخاباتو قضیه هغه وخت راپیدا شوه چې د 2021 کال په دوېمه نېټه ټرمپ د جورجیا ریاست د انتخاباتو لوی چارواکي براډ رافن سپرګر ته ټلیفون وکړ او د هغه نه یې وغوښتل چې د جورجیا په انتخاباتو کې د هغه د بایللو د مخنیوي دپاره، چې په کم فرق یې بایللې وه، کافي رایې "راپیدا" کړي. رافن سپرګر انکار وکړ.
د هغه نه څلور ورځې پس، د ټرمپ طرفدارانو د امریکې کانګرس اېوان یرغل ورووړ او کوشش یې وکړ چې په کانګرس کې د انتخاباتو د نتایجو د تصدیق مخه ونیسي، مګر ناکامه شول.
په جورجیا کې د ګل ورځې په فرد جرم کې یو لړ جرمونه یاد شوي چې ګني ټرمپ یا د هغه ملګرو ترسره کړي دي. په دې کې قانونسازانو ته د دروغو ګواهۍ تور هم شامل دی.
فرد جرم کې دا هم ویلی شوي چې د ټرمپ سلاکارانو، په شمول د روډي جولیاني او میډوز، په اریزونا، پېنسلوېنیا، او نورو ریاستونو کې چارواکو سره په تماس نیولو دا سازش نور هم پراخ کړ چې په هغو ریاستونو کې د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.
ټرمپ وایي هېڅ قسمه غلط کار یې نه دی کړی، او د جورجیا د فولټن ضلعې ډېموکرېټ اټرني په دې تورن کوي چې ګني د سیاسي تحرکاتو په بنیاد یې د ده پسې راخستې ده.
تر دې وړاندې ټرمپ په درېیو نورو قضیو کې هم ملزم ګرځول شوی، او په ټولو کې یې د بیګناهۍ اظهار کړی دی.
Forum