لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نګران وزیراعظم تر ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته د تېلو بیعې لوړې کړل شوې


په پاکستان کې له نګران وزیراعظم ټاکل کېدو نه یوه ورځ وروسته د تېلو بیعې خېژول شوي دي‌ اؤ په دې کې د یو لیټر په سر تر 20 روپو اضافه راوستل شوې ده.

د خزانې وزارت له لوري تېره شپه د پټرولو په نرخ کې د یو لیټر په سر د 17 روپو اؤ 20 پیسو اؤ د ډیزلو په نرخ کې د 20 روپو اضافه اعلان کړل شوې ده.

د پاکستان د خزانې وزارت پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیعې لوړې شوې دي نو ځکه پاکستان کې هم دتیلو نرخونه وخیژولی شول.

دخزانې وزارت له مخې ددې نوې اضافې له امله اوس په پاکستان کې د پټرولو د یو لیټر نرخ 290 روپو اؤ 45 پیسو ته لوړ شوی اؤ ډیزل یو لیټر په 293 روپو اؤ 40 پیسو پلورل کیږي.

تر دې وړاندې د اګست په وړومبۍ نېټه هم حکومت د پټرولو په نرخ کې د یو لیټر په سر 19 روپۍ اؤ 95 پیسې اؤ د ډيزلو نرخ کې 19 روپۍ اؤ 90 پیسې اضافه کړې وه.

د تېلو په نرخونو کې د دې اضافې د اعلان په مهال د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ چې په تېرو دوؤ اوونیو کې په نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیعې زیاتې لوړې شوې دي اؤ په 16جولایي چې د هایي سپيډ ډیزلو د یو بېرل نرخ 96 ډالر ؤ په 31 جولایي دا 111 اعشاریه 46 ډالرو ته رسیدلی دی.

هغه ویلي وؤ همداشان په دې موده کې د پټرولو د یو بېرل بیعه 89.14 نه 97.39 ډالر ته لوړه شوې ده.

د پاکستان وتلي خبریال کامران خان په ټویټر (ایکس) رسنۍ لیکلي د آی ایم ایف د شرط په اساس پاکستان د وړاندې نه هم د تېلو بیعې لوړې کړې دي اؤ د راتلونکې میاشتې نه به د بجلۍ بِل هم د 23 فیصدو نه تر 27 فیصدو لوړ شي.

د پښتونخوا خبریال رفعت الله اورکزي د تېلو بیعو کې لوړوالی د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ دحکومت وړومبی ګزار بللی دی اؤ په ایکس( پخواني ټویټر) یې پوښتنه کړې ده چې هرلکه دپټرولو د یو لیټر نرخ دریوؤ سوؤ روپو ته ورسیږي نو د ملک سقوط نور څنګه وي؟

د مارچ په میاشت کې دپاکستان پټروليم ډويژن ویلي وؤ د پټروليم ليوي مرکزي ټېکس په مد کې ملک ته د 175 اربه روپو تاوان اوړي او په دې کې د روان مالي کال په اووه مياشتو کې 20 فيصده کمی شوی دی نو ځکه دتېلو بیعې به لوړولی شي.

پټروليم ليوي د مرکزي حکومت لخوا د تېلو په مصنوعاتو [پټرولو او ډيزلو] ټېکس اخستل کيږي او دا ټېکس نېغ په نېغه د مرکزي حکومت خزانې ته ځي صوبو ته پکې برخه نه ورکول کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG