لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ تر دوو کلونو تېرېدو وروسته هم د دې هېواد حالت د ډېرې پرېشانۍ وړ دی


د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویلي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله وشول خو وایي لا هم د دې هېواد حالت د ډېرې پرېشانۍ وړ دی.

ښاغلي ګوتېریش د اګست پر 15مه ناوخته پر خپل ټویټر (ایکس) د افغانو ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د سختو بندیزونو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او غوښتنه یې کړې:

"نړیواله ټولنه هیڅکله باید د افغانستان خلک هېر نه کړي".

طالبان د 2021 کال د اګست پر 15م په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته یې هم حکومت د نړۍ هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګروملتونو د ښځو د څانګې یوې مشرې سیما باهوس هم د اګست پر 15مه په یو بیان کې ویلي، طالبانو په خپله دوه کلنه واکمنۍ کې د افغانو ښځو او نجونو پر بشري حقونو بشپړ، منظم او بېساري بریدونه کړي دي.

مېرمن باهوس ویلي، طالبانو په دې موده کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو لپاره پینځوس فرمانونه او حکمونه جاري کړي، وایي په هغوی کې د ښځو د ازادیو په برخه کې هیڅ داسې برخه نه ده پاته چې بندیز پرې نه وي لګېدلی:

"دوی [طالبانو] یو داسې نظام جوړ کړی، چې بنیاد یې پر ښځو په پراخه کچه ظلم باندې ولاړ دی او دا په سمه او پراخه کچه جنسیتي توپیر یا اپارتایډ ګڼل کېږي".

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغې لوړپوړې چارواکې ویلي نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو حالت له پامه نه شي غورځولی. مېرمن باهوس له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د حال او راتلونکي لپاره دې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

سیما باهوس په بیان کې له ټولو اړوندو اړخونو غوښتي، د افغانو ښځو د ملاتړ لپاره دې ملګرو ملتونو ته لاسونه ورکړي او د هغوی ږغونه، لومړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوي او د هغو چارو، کاروبارونو او تنظیمونو لپاره دې فنډ برابر کړي چې افغان مېرمنې ورته سخته اړتیا لري:

"زه له نړیوالې ټولنې غواړم هر ډول فشار ته دې دوام ورکړي او له هرې لارې دې د بدلون لپاره د خپل واک په کارولو سره له فشاره کار واخلي، چې د بشري ټولنې غوښتنې ته جواب وایي او افغانستان ته د بشردوستانه غوښتنې په بنیاد فنډ برابر کړي".

طالبانو د ملګرو ملتونو د عمومي مشر او د ښځو د څانګې د مشرې دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سفارتي مِشن د همږغۍ شورا هم د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلونو پوره کېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت د سختې اندېښنې وړ بللی دی.

دې شورا د اګست پر پینځلسمه ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت او ځورېدونکي بندیزونه لګولي او هغوی یې په قصدي ډول له کار، تعلیم او نورو ازاديو محرومې کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG