د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، پرون د فېصل اباد په جړوانواله ښار کې د عيسايانو په کليساګانو او کورونو د بريدونو وروسته د 100 نه زيات مسلمانان نيول شوي دي.
د شورو- چارشنبې په ورځ په جړانواله ښار کې د قرآن د سپکاوي د تورونو وروسته قهرجنو خلکو يوه کليسا سوځولې او څلورو نورو کليساګانو په ګډون یې د عيسايانو د 24 نه زياتو کورونو ته تاوان اړولی وو.
د اې پي خبري ادارې ترمخه نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ د ابادۍ او کورونو څخه وتلي عيسايان بيرته ستنېدل پېل شوي دي.
د خبر تر مخه د سيمې د پوليسو مشر رضوان خان ويلي، د بریدونو په تور یې 129 مشکوک کسان نيولي او حالات په قابو کې دي، خو د رپورټونو ترمخه په جړانواله ښار کې حالات تر اوسه پوره قابو نه دي.
په جړانواله ښار کې پرون سهار په دوه عيسايانو د قرآن د سپکاوي او پېغمبر اسلام [ص] په شان کې د ګستاخۍ تورونه لګول شوي پوليس د تورونو کسانو ضد مقدمه درج کړې خو وروسته قهرجن مظاهره چیان راوتلي د عیسایانو کليساګانو ته یې اور اچولی، کليساګانو او کورونو ته یې تاوانونه اړولي وو.
ويل شوي نن د امنیت له امله په جړانواله ښار کې تعليمي ادارې بندې او 144 ماده لګول شوې ده.
د پنجاب حکومت ويلي، د جړانواله د پرونو پېښو د پلټنو دپاره یې د لوړې کچې کميټي جوړه کړې او زياته کړې یې ده د سازش لاندې د امنیت وضعه خرابه کړی شوې ده.
امریکا په پنجاب صوبه کې د قرآن د سپکاوي تر تورونو وروسته د عیسایانو پر کلیساګانو او کورونو په بریدونو "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې او له پاکستاني چارواکو یې د پلټنې غوښتنه کړې ده.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدان پټېل د شورو- چارشنبې په ورځ د معمول په خبري غونډه کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، امریکا د بیان د پرامنه ازادۍ او د هر چا لپاره د مذهب او عقیدې د ازادۍ د حق ملاتړ کوي.
"څنګه چې موږ مخکې ویلي، موږ تل د مذهب په بنیاد تشدد باندې اندېښمن یو. تشدد یا د تشدد ګواښ هیڅکله د اظهار لپاره د منلو وړ بڼه نه ده. موږ له پاکستاني چارواکو غواړو د دغو تورونو بشپړه پلټنه دې وکړي او له ښکېلو کسانو دې وغواړي چې پرامنه و اوسي".
پاکستان کې د جړانواله د پېښو ضد ځای په ځای احتجاجي مظاهرې شوي، او سياسي ګوندونو د کليساګانو سوځولو او عيسايانو ابادۍ ته تاوان اړول غندلي دي.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د جړانواله په پېښود خفګان څرګند کړې او په اېکس یا پخواني ټوېټر خپل پېغام کي يې ويلي، "د هغو خلکو خلاف به سخت ګامونه اخیستل کېږي چې د قانون خلاف ورزي کوي او اقلیتونه په نخښه کوي. هغه وویل دا یقین وړاندې کوي چې د پاکستان حکومت به د ټولو شهریانو سره د مساوات په بنیاد یو شان ودرېږي".
Forum