لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا الېکسي نووالني ته د زهر ورکولو په قضیه کې، په 4 روسي اېجنټانو پابندۍ ولګولې


واشنګټن - امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ د روس په څلورو امنیتي اېجنټانو باندې چې په 2020 کال کې د روس حکومت مخالف سیاستمدار الېکسي نووالني ته د زهر ورکولو په قضیه کې ملزمان ګڼل کیږي، نوې پابندۍ ولګولې.

د امریکا د خزانې وزارت وویل چې دغه څلور روسان د ماسکو استخباراتي ادارې، فېډرل سېکوریټي سروسز سره تعلق لري. د پابندیو ترمخه، د امریکا خزانې وزارت په امریکا کې د هغوی اثاثې (که موجودې وي) کنګل کوي، امریکا کې مالي لېن دېن یې منعه کوي، او همدا شان خارجه وزارت هغو کسانو ته د امریکا د ویزې ورکولو امکان هم ختم کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت کې د ترهګرۍ ضد محکمې مشر براین نېلسن په یو بیان کې ویلي: "نن مونږ ولادیمیر پوټین او د هغه رژیم ته دا ور په زړه کوو چې نه صرف د اوکراین په ضد د یو ظالمانه او ناجائز جنګ پیلول ورته بدې نتیجې لري، بلکې د روس د خلکو د بشري حقونو خلاف ورزي هم ورته ناوړه پایلې لري."

نېلسن پخپل دې بیان کې زیاته کړې ده: "په 2020 کې د الېکسي نووالني په ضد د هدفي وژنې کوښښ، بشري حقونو ته د کرملېن توهین څرګندوي او مونږ به د خپلو موجوده اختیاراتو استعمال ته دوام ورکړو چې د کرملېن جلادان بازخواست ته برابر کړو."

نووالني، چې د ډېرو کلونو راهېسي د پوټین مخالف پاته شوی دی، پس د هغه د 2021 کال په جنوري میاشت کې جېل ته واچول شو چې د جرمني نه ماسکو ته ستنېدلو. هغه جرمني ته د علاج دپاره تللی و او ډاکټرانو ویل چې هغه ته داسې زهر ورکول شوي و چې د اعصابو سیسټم باندې اثر کوي او د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې به جاسوسانو استعمالول.

کرملېن یو مهال په نووالني دا تور ولګولو چې ګني هغه روس ته د نقصان رسولو دپاره، سي آی اې ته کار کوي. ماسکو دا تور ردوي چې ګني نووالني ته د روس حکومت څه زهر ورکړي دي، او دا خبره هم نه مني چې ګني په هغه باندې ناحقه کاروایي روانه ده.

اووه څلوېښت کلن نووالني یو د هغو کسانو څخه دی چې د روس د حکومت په تګلارو تنقید کوي او پوټین په نښه ګرځولي دي. هغه باندې اول د فراډ او کرپشن په تورونو، د نهه کاله قید سزا راووتله، خو وروستو ورباندې د انتهایي پسندۍ متعلق الزامونه هم ولګول شول او په دې قضیه کې ورته د 19 نورو کلونو سزا واورول شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG