لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېنجرز ځواکونه وایي کراچۍ نه یې د داعش خراسان دوه "مهم ترهګر" نیولي دي


د سیند صوبې د رېنجرز ځواکونو دعوه کړې ده چې په کراچۍ ښار کې یې د وسله والې ترهګرې ډلې داعش خراسان دوه مهم وسله وال نیولي دي. داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رېنجرز ځواکونو پخپل یو بیان کې ویلي دي د فرمان الله عرف احتشام اؤ داود عرف امیر صیب په نوم د داعش دا دوه وسله وال یې د اسخباراتي معلوماتو په اساس د عملیاتو په مهال د کراچۍ د ګډاپ سیمې نه نیولي دي.

رېنجرز وایي دا دواړه نیول شوي د داعش وسله وال د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ اوسېدونکي دي اؤ دوي په امنیتي ځواکونو باندې په ګڼو بریدونو کې ککړ دي.

رېنجرز ځواکونو پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې د عملیاتو په مهال د نیول شوؤ ترهګرو د ولکې نه لاسي بمونه اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو برخو کې یو وار بیا د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي په دې بریدونو کې د سوؤنو په شمېر عام وګړي اؤ امنیتي عسکر وژل شوي دي.

تېره میاشت د پولیسو اؤ څېړنیزو ادارو د رپورټونو نه څرګنده شوې وه چې د یو کال په موده کې یوازې د خېبر پښتونخوا صوبې دننه د 660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې په دغو کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډېره اسماعیل خان، 56 په پېښور، 55 په باجوړ اؤ 49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

په ترسره شوؤ دې خونړیو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او وسله والې ډلې داعش پر غاړه اخستې ده.

په 30 جولایي هم د پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې 60 کسان پکې وژل شوي اؤ تر 100 زیات نور ژوبل شوي وؤ. ددغه ځانمرګي برید ذمه واري داعش پر غاړه اخستې وه.

مطبوعاتي رپورټونه وایي وسله واله ډله داعش دا مهال د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع باجوړ کې زیاته فعاله ده اؤ وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو د بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخلي.

د جون په میاشت کې پوځ دعوه کړې وه چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د داعش د یو مهم کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"دي.

هغه مهال مطبوعاتو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي وؤ چې د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب وو او د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG