د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، د نهمې مې د پېښو غندنه کوي، او په پوځي ودانیو بریدونه یې په پوره نظام حملې کول بللي دي. نوموړي د جمعې په ورځ د نوې کابينې د غړو سره ليدلي دي.
کاکړ ويلي، د نهمې مې د پېښو ذمه وار به د قانون منګولو ته ورکوي، او چا چې د قانون سرغړونه کړې هېڅ ډول رعايت به ورسره نه کېږي.
پاکستان کې په نهمه مې د عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
عمران خان ويلي، په حقيقت کې په نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.
د پاکستان تېر حکومت ويلي وو د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق ويلي، که څه هم د دوی سره په ملک کې د خدمت دپاره زيات اختیار نشته او تر يو ټاکلي وخت پورې دی خو هڅه به کوي د تېرو حکومتونو په ملک کې دننه او نړيواله کچه مختلفو فورمونو باندې کړې څومره ژمنې دي هغه به پوره کوي.
هغه ويلي، د قانون په عملدارۍ به هیڅ جوړجاړی ونه کړي، وایي پاکستان د ټولو مذهبونو سره تعلق لرونکو خلکو ملک دی او دوی هر ډول سخت دريځۍ غندنه کوي په ټولنه کې د مذهبي انتهاپسندۍ هیڅ ګنجايش نشته.
د شورو/ چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې په جړانواله ښار کې د قرآن د سپکاوي د تورونو وروسته قهرجنو خلک د عيسايانو په کليساګانو او کورونو ورغلي اورونه یې ورته اچولي او تاوانونه یې ورته اړولي وو.
د جړانواله تحصيلدار د رپورټ ترمخه په یادو پېښو کې 19 کليساګانو او 86 کورونو ته اورونه اچول شوي او تاوانونه ورته اړول شوي وو.
د اې پي خبري ادارې د سيمې د پوليسو مشر رضوان خان ويلي، جړانواله کې په کليساګانو او عیسایانو په کورونو د بریدونو په تور یې 129 مشکوک کسان نيولي دي.
د پنجاب حکومت ويلي، د جړانواله د پېښو د پلټنو دپاره یې د لوړې کچې کميټي جوړه کړې او زياته کړې یې وه د سازش لاندې د امنیت وضعه خرابه کړی شوې وه.
امریکا په پنجاب صوبه کې د قرآن د سپکاوي تر تورونو وروسته د عیسایانو پر کلیساګانو او کورونو په بریدونو "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې او له پاکستاني چارواکو یې د پلټنه غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې د جړانوالې د پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې شوي دي.
Forum