د امریکې، جاپان او جنوبي کوريا د مشرانو درې اړخيزه غونډه په کېمپ ډيوډ کې سرته رسېدلې، سيمه اييز بحران ته د درې اړخيزه ځواب دپاره یې د همکارۍ موافقه کړې چې توجه به یې د چين او شمالي کوريا ګواښونو ته وي.
د غونډې په پای کې د امریکا صدر جوبايډن د جنوبي کوريا د صدر يون سوک يول او جاپان د وزیراعظم فوميو کشيدا سره ګډې خبري غونډې ته وويل، "مونږ ټول ژمن يو چې د هر لوري کوم يو هېواد ته ګواښونه کيږي په چټکتیا سره به د يو بل سره مشوره کوو".
صدر بايډن ويلي، "د دې معنا دا ده چې مونږ به يو هاټ لاين ولرو د يو بل سره به معلومات شريکوو او همکاري کوو کله چې هم په سيمه کې بحران جوړيږي يا زمونږ يو هېواد هم اغېزمنوي".
کېمپ ډيوډ کې د مشرانو د غونډې وروسته په شريکه اعلاميه کې ویل شوي، "زمونږ د درې اړخيزه امنیتي مرستو مقصد په سيمه کې د سولې او ثبات سېوا کول دي او دا مقصد به تل وي".
صدر بايډن د جمعې په ورځ د يادې غونډې پرانسته کړې وه. په ياده غونډه کې په اقتصادي او امنيتي اړيکو پياوړي کولو تمرکز شوی دی.
صدر بايډن غونډه د درېو هېوادونو ترمنځ ځانګړی کانفرنس بللی وو.
دا غونډه په داسې حال کې شوې چې په بحرالکاهل علاقه کې د شمالي کوريا لخوا په مستقل ډول جوهري ګواښونه او د چین لخوا پاروونکو اقداماتو باندې اندېښنې سېوا کيږي.
صدر بايډن ویلي، “چې زمونږ هېوادونه پياوړي وي مونږ يو ځای يو نو نړۍ به خوندي وي". نوموړي د جاپان او جنوبي کوريا د مشرانو په سياسي ميړانه مننه کړې ده.
د جنوبي کوريا د صدر يون سوک يول ويلي، "نننۍ ورځ به د داسې تاريخي ورځې په توګه يادول کيږي چې نن مونږ د درې اړخيزه همکارۍ بنياد کښېښودو او ژمنه مو وکړه".
د جاپان وزيراعظم ويلي، "زمونږ د درې واړو مشرانو را يو ځای کېدل دا معنا لري چې مونږ نوی تاريخ جوړوو او دا د نړیوالې ورورولۍ په تاريخ کې نوی پړاو دی".
د صدر بايډن د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين ويلي "دا غټه خبره ده او تاريخي موقع ده او دې سره به په هند او بحرالکاهل کې زيات امن او خوشالي راشي او امریکا به نوره پياوړې شي".
د جمعې په ورځ د چين د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بن ويلي، "د اسیا، بحرالکاهل په علاقه کې د ډلو او بلاکونو جوړولو هڅې مقبوليت نه لري په سيمه کې اختلاف پېدا کوي".
خو سېلوين د چين اندېښنه رد کړې او ويلي يې دي دا دې د بحرالکاهل نېټو ونه ګڼل شي.
هغه زياته کړې، دا همکاري د چا پرضد نه ده د دې يو ارزښت د يو داسې هند او بحرالکاهل تصور دی چې ازاد، خوندي او خوشاله وي.
Forum