لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ نه اسلام اباد ته په روان بس اور لګېدلی، 20 مسافر پکې مړه شوي


د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان د مسافرو بس د حادثې سره مخ شوی چې د پولیسو په وینا دې پېښه کې تر 20 زیات مسافر مړه شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د پولیسو د یو افسر یا ډي ایس پي احسان ظفر له قوله ویلي چې دا پېښه په فیصل اباد موټر وی د پینډي بټیا سیمې سره نزدې مخې ته راغلې ده.

هغه ویلي چې په بس د یو بل ګاډي سره له ټکر کیدو وروسته اور لګېدلی اؤ پکې ناست ټول مسافر ددغه اور په منځ کې راګیر شوي چې له امله یې تر 20 زیات کسان له سوځېدو وروسته مړه شوي اؤ اووه نور ژوبل دي خو د پولیسو دغه افسر د مړو د سېوا کېدو اندېښنه هم ښودلې ده.

د مرستندویه ادارې سرچینو ویلي چې په بس کې د 35 نه نیولې تر 40 پورې مسافر سواره وؤ.

مرستندویه سرچینو په پېښه کې د ژوندو پاتې شوؤ مسافرو له خولې ویلي چې دا بس د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان وو چې د پینډۍ بټیا سیمې سره نزدې د یو بل ګاډي سره ټکر شو اؤ اور پرې ولګېدو.

دغو مسافرو ویلي چې د اور شغلې دومره زر په ټول بس کې خورې شوې چې مسافرو ته هډو د بهر وتلو موقعه په لاس ورنغله اؤ زیاتره کسان د اور په لمبو کې وسوځېدل.

د پولیس سرچینې وایي چې بس د تېلو یو ټېنکر سره ټکر شوی چې له هغې وروسته په دواړو ګاډو اور لګېدلی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت په سړکونو دغسې خونړۍ پېښې کیږي چې څېړونکي یې عمده علتونه د ګاډو تېز رفتاري، د سړکونو خراب حالت، د ډرایورانو په نشه یا د خوب حالت کې ګاډی چلول اؤ د ټرېفک قوانینو نه سرغړونې ښیي.

د تېرې جولایي میاشتې په سر کې هم د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

همدا شان په 12م جولایي د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی وو چې په کې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG