په چین کې د کورونو جوړولو یوه ستره کمپنۍ چې څو بلینه ډالر یې په پور اخېستي دي، د خپلې قرضې د قسط په ادائیګي کې پاته راغلې چې دې خبرې په هغه ملک کې د کور جوړولو د صنعت مالیاتي چارو او د چین په اقتصاد باندې یې د ناوړه اغېزو په باب یره او اندېښنې راپیدا کړي دي. د چین حکومت اوس کوښښ کوي چې د کورونو اخستونکو ته باور ورکړي.
د خپل قرض د قسط په ادا کولو کې پاته راغلې ستره کمپنۍ کاونټري ګارډن نومیږي او اقتصاد پوهان وایي، داسې څه نښې نښانې نشته چې ګني هغې کمپنۍ پورې متعلق مشکلات دې د چین له سرحدونو بهر وسعت پیدا کړي، ځکه چین خپل مالیاتي سیسټم د سرمایې د عالمي بهیر نه جدا ساتلی دی.
مګر اقتصاد پوهان دا خبره هم کوي چې په چین کې د کور جوړولو صنعت د واکمن کمونست ګوند د فشار لاندې دی چې باید د خپلو غټو قرضو اندازه راکمه کړي، کوم چې اقتصاد ته خطر ګڼل کیږي. د دې قرضو له امله د کور جوړولو په سلهاوو کمپنۍ په چین کې دیوالیه شوي او د ملک په اقتصاد یې بده اغېزه کړې ده.
په کال 2021 کې هم د چین د کور جوړولو یوه بله ستره کمپنۍ – اېورګراندې ګروپ – چې د بنکونو او نورو مالیاتي ادارو نه یې څه باندې 340 بلینه ډالر پور کړي و او غوښتل یې خپل پورونه د سره تنظیم کړي، دا یره یې راپیدا کړې وه چې ممکن د خپلو پورونو په ادا کولو کې ناکامه شي. خو هغه مهال د چین مرکزي بنک وویل چې یاده ستونزه محدوده کړی شوې او وسعت به پیدا نکړي.
اوس چې د کاونټري ګارډن هولډېنګز کمپنۍ د مالي ستونزو سره مخ شوې ده، په شپږم اګست کې یې د قرضونو دوه قسطونه چې ټول یې دوه ویشت نیم میلین ډالر کېدل، ورنکړل.
د چین د حکومت یو ترجمان کوښښ وکړ خلکو او مالیاتي ادارو ته یقین ورکړي، او ویې ویل چې حالات په بهتره کېدو دي او منتظمین، قرضو باندې کنټرول اخلي.
د کپیټل اېکانمکس ادارې سره کارکوونکې جېنیفر مک کیون وایي چې د چین نه بهر د دې ستونزو اثر به محدود وي. هغه وایي، بهرني سرمایه کاران د چین د کور جوړولو صنعت څخه خپله سرمایه کاري دمخه لا اېستلې ده، او اوس په چین کې د اقتصادي بحران د مخنیوي دپاره، په کار ده چې پالیسي جوړوونکي رامخې ته شي.
Forum