لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د تېرو صدارتي ټاکنو د نتیجو بدلولو په تور ډانلډ ټرمپ د اګست په 24مه ځان عدالت ته سپاري


د امریکې مخکینی صدر ډونلډ ټرمپ وایي د اګست پر 24مه به ځان په جورجیا ایالت کې عدالتي چارواکو ته وسپاري چې له تېرو صدارتي ټاکنو سره په تړلې یوه مقدمه کې په رسمي توګه د تورن کېدو له کبله ونیول شي.

پر ډانلډ ټرمپ باندې په څلورو مقدمو کې له فردِ جرم لګېدو یا رسمي تورن کېدو سره سره هغه د راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند تر ټولو مخکښ امیدوار دی، د ګل- دوشنبې په ورځ یې پر خپله سوشل مېډیا «ټروت سوشل» باندې د ځان د نیول کېدو خبر ورکړی دی:

"آیا تاسو باور کوئ؟ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د جورجیا اتلانټا ته ځم چې ونیول شم."

په جورجیا کې په ټرمپ باندې دا تور دی چې په 2020م کال کې یې په دې ایالت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو بدلولو هڅه کړې وه.

ډونلډ ټرمپ دا هم لیکلي چې دا رسمي تورونه سیاسي مقصدونه لري او ځکه پرې لګول کیږي چې د بیا صدر کېدو مخه یې ونیول شي. ټرمپ لیکلي چې ټاکل شوې د جورجیا یوه "سخت دریځه کین اړخې" اټارني یې ونیسي.

د فلټن کاونټۍ اټارني فاني ولیس د جورجیا هغه چارواکې ده چې ښاغلی ټرمپ یې په رسمي توګه د انتخاباتو د نتیجو بدلولو په مقدمه کې تورن کړی دی. سي این این وایي ټرمپ پلان لري د فلټن کاونټۍ په زندان کې خپل ځان چارواکو ته د نیول کېدو لپاره وسپاري.

د فیلټن کاونټۍ د شېرف [انتظامیې] دفتر د ګل- دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کله چې ټرمپ ځان ور سپاري نو د کاونټۍ د مرکزي زندان شاوخوا سیمه کې به سخت لاکډاون یا ټولنبدیز لګېدلی وي.

د ټرمپ د رسمي فردِ جرم اسناد 98 مخه دي، چې پکې پر هغه او 18 نورو کسانو 41 تورونه لګېدلي چې پکې ویل شوي په 2020 کال کې یې په دې ایالت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو بدلولو هڅه کړې وه.

په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د ټرمپ د خوشې کېدو لپاره به دوه لکه امریکایي ډالر ضمانت واخیستل شي او په جورجیا کې تر مقدمې پیل کېدو مخکې به دا شرط هم ورباندې کښېښوول شي چې په مطبوعاتو کې د چا د ګواښلو لیکنې ونه کړي.

د کاونټۍ اټارني مېرمن ولیس مخکیني صدر ډونلډ ټرمپ او په دې مقدمه کې نورو ملزمانو ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړی وو چې که پخپله ځانونه چارواکو ته ونه سپاري، امنیتي ځواکونه به یې ونیسي.

په دې مقدمه کې سرکاري وکیلانو ویلي چې د ټرمپ او نورو کسانو مقدمه دې د راتلونکي 2024م کال د مارچ پر څلورمه پیل شي خو د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو بیا د 2026م کال نېټه غوښتې ده.

ډونلډ ټرمپ په داسې وخت ځان چارواکو ته سپاري چې ټاکل شوې د اګست پر 23مه د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ریپبلکن ګوند د مخکښو امیدوارانو تر منځ لومړنۍ مناظره وشي. ټرمپ ویلي چې په دې مناظره کې برخه نه اخلي.

هغه پر ټروت سوشل مېډیا دعوه کړې چې د امریکا کامیابه صدر پاتې شوی او په ولس کې ښه محوبیت لري له همدې کبله به په مباحثو کې برخه نه واخلي.

ټرمپ په څلورو مقدمو کې په رسمي توګه تورن دی او فیډرل اداره پرېکړه کوي چې څه وخت یې دا مقدمې وچلول شي خو د انتخاباتو په هکله په تازه نظرپوښتنه کې معلومه شوې چې ښاغلی ټرمپ د ریپبلکن ګوند تر ټولو امیدوارانو وړاندې دی.

د سي بي ایس په تازه سروې کې 62 فیصده خلکو ویلي چې په انتخاباتو کې به ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکوي او 16 فیصده خلکو ویلي چې د فلوریډا ګورنر ران ډيسنانټیس ته به رایې ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG