لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نګران وزیراعلی ډومکي: د رياست د پالیسۍ مطابق پر مرورو بلوڅو يو وار بيا د روغې جوړې غږ کوو


په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې د بلوچستان د بل هر وزیراعلی غوندې د صوبې د لنډمهالي حکومت نګران وزیراعلی هم ازادي غوښتونکي بلوڅان "مرور" یاد کړي او له هغوی سره یې د خبرو وړاندیز کړی دی.

د بلوچستان لنډمهاله يا نګران وزيراعلی علي مردان ډومکي ویلي، "دا سپينه خبره ده چې څوک هم خبرو اترو ته تيار دي، موږ د رياست د پالیسۍ مطابق له هغوی سره خبرو اترو ته تيار يو".

ښاغلي ډومکي د دوشنبې- ګل په ماښام د بلوچستان د ګورنر په کور کې رسنيو ته دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې يو وار بيا زیاتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امن د مطالعاتو انسټیټیوټ او نور رپورټونه دې چې په بلوچستان کې روان کال د اګست تر 22مې پورې 160 تنه په مجموعي توګه د ناامنۍ په پېښو کې وژل شوي دي. په دې کې تر 30 زيات د امنتي ادارو عسکر دي، تر 15 زيات وسلوال بریدګر او نور پاته ولسي وګړي دي.

د نا امنۍ پېښې د بلوچستان په بلوچ او پښتون مېشتو سيمو کې شوې دي.

په بلوچ مېشتو سيمو کې د بريدونو، چاودنو او نورو پېښو ذمه واري بېلابېلو بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې دي.

خو په پښتون مېشتو سيمو کې د زياتره پېښو ذمه وراي تحريک طالبان پاکستان او ځينو نورو مذهبي توندروه ډلو منلې دي.

وزيراعلی مير علي مردان ډومکي وويل د دوی د حکومت لپاره تر ټولو لوی چېلنج يا ستونځه په صوبه کې امن راوستل او بيا په ښه او د امن په ماحول کې عام انتخابات کول د دوی له لومړيو ذمه واريو څخه دي.

وزيراعلی وويل، دوی به له مرورو بلوڅانو سره د خبرو اترو په اړه د پاکستان له اوسني نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ او اړ‎وند قوتونو سره هم صلاح او مشوره کوي.

ډومکي زياته کړه چې د خبرو اترو لپاره تر اوسه څه پلان نه دی ترتيب شوی او نه هم د دې لپاره کوم ځانګړی وخت ټاکل شوی دی.

تر دې تازه بيان وړاندې هم د بلوچستان صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومتونو له وسله والو بلوڅانو سره د خبرو اترو او روغې اعلانونه کړي خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

وزيراعلی دغه خبرې د ګورنر بلوچستان په کور کې د بلوچستان د نګران صوبايي کابينې د پينځو غړو د سوګند يا لوړې اخيستو له مراسمو وروسته وکړې.

وزير اعلا وويل، په صوبايي کابينه کې به ديارلس يا څورلس وزيران وي. پرون د دوشنبې- ګل په ماښام د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي له پينځو لنډمهاله يا نګران وزيرانو څخه سوګند واخيست.نور پاته غړي به په نن سبا کې سوګند واخلي۔

د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان د نوې ټاکل شوې لنډمهالې صوبایي کابینې وزیرانو د لوړې د مراسمو پر وخت د بلوچستان نګران وزيراعلا علي مردان، چيف سيكرټري بلوچستان شکيل قادر خان او ګڼ شمېر خبریالانو ګډون درلود.

د نوې نګران کابینې پینځو وزیرانو پرنس احمد علي، امجد رشید، جان اڅکزی، کېپټن (ر) زبیر جمالي، سردار چاکر خان رند او قادر بخش بلوچ شامل دي.

له سوګند اخيستو وروسته کېپټن (ر) زبير جمالي ته د بلوچستان د کورنيو چارو، جېلونو او صوبائي پي ډي ايم اې وزارت، امجد رشيد ته د خزانې، پرنس احمد علي ته د صنعت، صنايعو، ایکسايز او ټيکسيشن، ډاکټر قادر بخش ته د تعليم او سياحت وزارت او جان اڅکزي ته د اطلاعاتو وزارت ورکړل شوی۔

زبير جمالي له جمالي سياسي کورنۍ سره تعلق لري، پلار يې مير عبدالخالق جمالي پخوا په عوامي ليګ کې وو، خو وروسته په پيپلز پارټۍ کې شامل شو او په نګران حکومت کې يې د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده۔

زبېر جمالي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر میر ظفرالله خان جمالي د کورنۍ دی.

د قلات پرنس احمد علي د قلات د خانانو له کورنۍ دی او د مرحوم پرنس محی الدین بلوچ زوی دی، ھغه پخوانی وفاقي وزیر پاته شوی. پرنس احمد علي پخپله د بلوچستان اسمبلی غړ‎ی پاته شوی دی.

پرنس د بلوچستان د پخواني اعلی وزیر جام کمال خان د تره یا اکا زوی هم دی. امجد رشید قریشي چې د خزانې د وزیر په توګه نومول شوی، له ټولنیز سېکټر سره تعلق لري او د ترقي فاونډېشن په نوم یوه غیردولتي موسسه چلوي.

ډاکټر قادر بخش بلوچ څه مودہ وړ‎اندې د بلوچستان په سبي ضلع کې د میر چاکر خان رند پوهنتون د وایس چانسلر په توګه ټاکل شوی وو.

ویل کیږي چې هغه د پنجاب د ډېره غازي خان د «تونسه» سیمې دی، چې د کوټې له کمانډ اېنډ سټاف کالج څخه فارغ شوی دی.

نوموړي د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون او قرطبه پوهنتون په ګډون د خېبر پښتونخوا په پوهنتونونو کې ډېره موده استاد پاته شوی دی.

د هغه په باب پر ټولنيزو رسنيو زياتې نيوکې کېږې او ویل کېږ‎ې چې د پنجاب صوبې تن په بلوچستان کې پر کوم اساس وزیر ټاکل شوی؟، په دې اړه د ياد وزير او نه هم د حکومت تر اوسه کوم دريځ مخې ته راغلی.

جان اڅکزی پخوا خبريال پاته شوی او د بي بي سي پښتو په ګډون یې له بېلا بېلو خبري ادارو سره کار کړی دی، ويل کېږي هغه د برطانيې شهریت هم لري.

جان اڅکزی د مسلم ليګ ن د پخواني حکومت مرکزي ترجمان پاته شوی، تر هغه وړاندې د مولانا فضل الرحمان وياند او جمعيت علما اسلام ګوند نیژدې کس پاته شوی دی.

د وزيرانو تر څنګ حکومت د يوې ښځې په ګډون د درو تنو سلاکارانو د لګولو پرېکړه کړې او نوټيفيکېشن يې خپور کړی چې پکې شانيه خان د ويمن ډيولپمنټ، مير دانش لانګو د اېري ګېشن او مير عمېر محمد حسني د ماينونو او معدنياتو سلاکار اخيستل شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG