لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې احتجاج: عدالت ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی، علي وزیر یې پولیسو ته سپارلی


د اسلام اباد یو ځايي عدالت د بشري حقونو فعالې او د جبري لادرکه کسانو وکیلې ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی، خو په دغه مقدمه کې یې د قومي اسمبلۍ مخکیني غړي علي وزیر د 14 ورځو په جوډیشل ریمانډ پولیسو ته بیرته سپارلی دی.

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوو فعالينو د خوشي لپاره د مدني او بشري حقونو کارمندانو په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کړې ده.

په دې احتجاج کې ډېرو لږ کسانو ګډون کړی وو او دوی په حکومت ټينګار کړی چي "نور دې رياست د بې وزله جنګ ځپلو پښتنو لپاره د غږ پورته کوونکو ځورول بند کړي".

د علي وزیر او ایمان مزاري په شمول د پي ټي ایم د نورو مشرانو پر ضد له اجازې پرته د جلسې کولو، په سرکاري چارو کې د لاسوهنې او ترهګرۍ مقدمې درج شوې دي.

د اسلام اباد یو جوډیشل مجسټریټ وقار احمد د علي د نهې- سه شنبې په ورځ وزیر، ایمان مزاري او پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نیول شوو مشرانو پر ضد د سرکار په کار کې د لاسوهنې او په اسلام اباد کې له اجازې پرته د جلسې کولو د مقدمې اورېدنه وکړه.

وې او اې ډیوه سره خبرو کې د د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر زبېر شاه وویل د پي ټي ایم ملګري نن عدالت ته وړاندې شول، ایمان مزاري ته ضمانت ورکړل شو خو علي وزیر پولیسو ته یو ځل بیا وسپارل شو.

زبېر شاه وایي د دوی هغه ملګری چې دوې ورځې وړاندې لادرکه شوی وو، نن د عدالت په حکم وړاندې کړی شو، دوی پوښتنې را برسېره کړې چې دوې ورځې د دوی ملګری چا بندي کړی وو.

نوموړي وویل یو شمېر ملګري یې له درو میاشتو راهیسې لادرکه دي چې تر اوسه په یو عدالت کې هم نه دي وړاندې کړی شوي. هغه وایي:

"که چېرې ریاست وایي د تشدد له لارې به پښتون ژغورنې غورځنګ تر فشار لاندې کړي نو ریاست په غلط فهمي کې دی".

ایمان مزاري او علې وزیر د اګست په 18مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ګډون وروسته له خپلو کورونو نیول شوي وو.

د پي ټي ایم د مشرانو وینا ده چې له انتظامې سره تر خبرو وروسته د سپریم کورټ مخې ته د جلسې کولو پر ځای په ترنول سیمه کې د جلسې اجازه ورکړی شوې وه او دغه جلسه پرامنه پای ته ورسېده نو نه پوهیږي چې د دوی "د ملګرو د نیولو احکامات د کوم ځایه راځي".

د علي وزیر او ایمان مزاري د نیولو په اړه په یو بیان کې د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي وویل، هیچا ته اجازه نه شته چې د دفاعي ادارو پر ضد هغه خبرې وکړي چې ایمان مزاري او علي وزیر کړې وې.

د بشري حقونو کمیشن ایچ آر سي پي، د خبریالانو تنظیمونو او د مدني ټولنې فعالانو د ایمان مزاري نیول کېدل په سختو ټکو غندلي او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده، خو د علي وزیر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د لادرکه کسانو د حقونو مبارزه امنه مسعود جنجوعه وي او اې ډیوه ته وویل، پر علي وزیر او ایمان مزاري د ترهګړۍ مقدمې هم درج شوې او ویل شوي چې د پې ټې ایم یوې ډلې له پولیسو د هغو د وسلې یا نور سامان اخیستو هڅه کړې وه:

"خو زه دا وایم چې ایمان مزاري او علي وزیر څه داسې نه وو کړي او څه داسې پېښه هم مخې ته نه وه راغلې او دا یوه پرامنه جلسه وه".

پر ټولنیزه رسنیو خپرو شوو خبرونو کې ویل کیږي چې د پې ټي ایم د مشر منظور پښتین او نورو مشرانو د نیولو د پاره هم چاپې وهل کیږي. ښاغلي پښتین په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

یو بېرسټر احسان جي پیرزاده پر ایکس (پخواني ټویټر) ایمان مزاري ته په یوه مقدمه کې ضمانت ورکول یو ښه ګام بللی او وایي په جوډیشل ریمانډ د علي وزیر د لیږلو څه پلمه نه جوړیزي باید هغه ته هم ضمانت ورکړی شي.

ایمان مزاري به په یوه مقدمه کې د ضمانت پس هم د پولیسو په ولکه کې وی ځکه چې تېره ورځ د ترهګرۍ په یوه بله مقدمه کې هم د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ايمان مزاري او علي وزير د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلي وو.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG