لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو پرانیستي لیک کې د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه شوې


د ښاغلي ویسا دا انځور فرند ساپي کاږلی او ډیوې ته یې د چاپ کولو حق او اجازه ورکړې.
د ښاغلي ویسا دا انځور فرند ساپي کاږلی او ډیوې ته یې د چاپ کولو حق او اجازه ورکړې.

واشنګټن – نړیوالې ټولنې ته په یو پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د پوهنې د ډګر فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه شوې.

په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت لخوا د ښاغلي ویسا د غیرقانوني نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه او غوسه څرګنده شوې.

مطیع الله ویسا د تېرو پنځو میاشتو راهیسې له طالبانو سره په زندان کې ساتل شوی.

په دغه پرانیستي لیک کې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ډیوې ترلاسه کړی او د افغانستان دننه او بهر څخه د مدني، رسنیو او د بشري حقونو د ټولنو نوي (۹۰) غړو پرې لاسلیک کړی راغلی دي.

"مونږ ټول د ښاغلي ویسا د اوږد غیر قانوني توقیف او د هغه د صحي او روحي حالت په اړه جدي اندېښمن یو ځکه چې د طالب چارواکو لخوا د هغه په وړاندې د شکنجې او بد چلند تورونه شتون لري."

په لیک کې د نړۍ له مشرانو او بانفوذه شخصیتونو په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو او اسلامي هېوادونو څخه غوښتل شوي چې څلور ژمنې وکړي.

۱-خپله هر ډول ډیپلوماټیکه ښکېلتیا دې د ښاغلي ویسا او نورو فعالانو، خبریالانو او اعتراض کونکو تر خوشې کېدو پورې مشروطه کړي.

۲-ډاډ ترلاسه کړئ چې طالبان په خبرو او عمل کې ضمانت ورکړي چې د بشري حقونو/مدني ټولنې فعالین او ژورنالستان د خپلو دندو د ترسره کولو په خاطر و نه نیول شي.

۳-د طالبانو په پوهولو سره ډاډ ترلاسه کړئ، چې که طالبان په دې کې پاتې راشي نو د بهرنیو چارو د وزیر امیر متقي په ګډون به د هغوی په ټولو چارواکو د سفر بندیز لګول او په دوحه کې د دوی د سیاسي دفتر د ځنډولو په شمول له جدي غبرګون سره مخ شي.

۴-د ریچارډ بېنېټ دفتر ته تخنیکي او سیاسي ملاتړ چمتو کړئ تر څو د شکنجې، بد چلند، جنسي تیري ټول تورونه په خپلواکه توګه وڅېړئ د نورو سرغړونو په مینځ کې چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او ښځینه لاریون کونکو په وړاندې ترسره شوي.

په لیک کې همدارنګه راغلي، دا مهال د ښځو او جونو په ګډون د افغانستان د خلکو اساسي بشري حقونه تر بل هر وخت ډېر له خطر سره مخامخ شوي دي.

"له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړی، دوی په غیر قانوني توګه د بشري حقونو ۱۰۰ تنه مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او سوله ییز لاریون کوونکي نیولي دي چې شکنجه شوي، د ځینو ښځینه بندیانو د ادعا له مخې جنسي تیري پرې شوي، ناوړه چلند ورسره شوی او ځینې نور یې وژل شوي او یا هم له معافیت سره ورک شوي دي."

په دغه لیک کې دا هم راغلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او انجونو سیستماتیک تعذیب او ډله ییزه سزا له جنسیتي توپیر (جندر اپارتایډ) څخه کمه نه ده.

"طالبان په سیستماتیک ډول د بشري حقونو او د ښځو د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان، ژورنالستان او د ښځو اعتراض کوونکي چې د تعلیم، کارموندنې، سیاسي ګډون د حقونو په شمول د اساسي بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي، چې په سیستماتیک ډول یې تر پښو لاندې کوي او ځوروي."

ښاغلی ویسا د افغانستان د پوهنې یو مخکښ فعال دی چې په سوله ییزه توګه یې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د زده کړې د حق لپاره کار کاوه.

هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷ نېټه د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریس د پرسونل لخوا په غیر قانوني توګه ونیول شو.

د طالبانو ویاند د مارچ په ۲۹ نېټه د هغه نیول کېدل تایید کړي وو او هغه یې په غیر قانوني کړنو تورن کړی و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG