په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د دوي حکومت د پاکستان د ستونزو د حل په موخه د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د طلوع ټیليویژن د رپورټ له مخې ملت ته د دولت د حساب ورکړې د پروګرام په لړ کې امیر خان متقي ویلي د دوي [طالبانو] حکومت د پاکستان اؤ ټي ټي پي دواړو په خوښه د سولې د مذاکراتو کوربه توب کړی دی.
هغه وایي، د طالبانو حکومت په سیمه کې بې ثباتي د افغانستان په ګټه نه بولي اؤ د ستونزو د هواری باید دخبرو اترو دلارې ولټول شي.
د پاکستان اړیکې د افغان طالبانو حکومت سره وروسته له هغې خړې شوې دي چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه یو وارې بیا دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سلګونو امنیتي عسکر اؤ عام وګړي وژل شوي دي.
څېړونکي وایي پاکستان هیله درلوده چې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت جوړېدو سره به دوي پاکستاني طالبان دپاکستان پرضد د بریدونو نه منعې کړي خو وایي برعکس کله نه چې طالبان افغانستان کې په حکومت قابض شوي نو پاکستاني طالبان نور هم زړور شوي اؤ د پاکستان پرضد یې خپل بریدونه لا پسې زیات کړي دي.
د طالبانو دبهرنیو چارو وزیر وایي، د افغان طالبانو د حکومت په کوربه توب د پاکستان د حکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ ګڼې ناستې شوې دي اؤ د سولې په خبرو کې تر ډېره حده پرمختګ هم شوی ؤ خو دا چې په پاکستان کې نظام بدل شو یا هر څه چې وشول نو دا مذاکرات بې نتیجې پاتې شول.
ښاغلي متقي ویلي، د طالبانو حکومت دا کار پاکستان سره د همکارۍ په موخه کړی ؤ.
هغه ویلي، د دوي حکومت (چې طالبان یې اسلامي امارت بولي) په سیمه کې د بې ثباتۍ له سیاسته ملاتړ نه کوي په دې هڅه کې دی څو ځينې هغه ستونزې چې له ګاونډیو هېوادونو سره رامنځته شوي د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په کال 2021م کې د پاکستان ریاست دافغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو سره د افغانستان دننه د سولې خبرې پیل کړې وې چې د دغو خبرو اترو لپاره د پاکستان نه څو کرته پلاوي هم کابل ته تللي وؤ اؤ دواړه خواوې د اوربند په تړون هم متفق شوې وې خو وروسته بیا طالبانو ددغه اور بند ماتولو اعلان وکړو اؤ په پاکستان یې تورونه ولګول چې خپلې ژمنې یې نه دي ترسره کړي.
د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ د اوربند د تړون ماتیدو نه وروسته پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې ترهګریزو بریدونو کې د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې دطالبانو حکومت ته نیسي اؤ وایي هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي.
خو د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه میاشت پخپله یوه مرکه کې د پاکستان دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد فعالیتونه کوي اؤ ویلي یې وؤ د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.
د پاکستان تر څنګ زیاتره وخت د نړۍ نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم نیوکې کوي چې دطالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ افغانستان یو ځل بیا دترهګرو په خوندي ځاله بدلیږي خو طالبان دا تورنه ردوي اؤ ورته د پروپیګنډې نوم ورکوي.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د کال 2021م په اګست کې د طالبانو په افغانستان کې واکمنېدو، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ته "ډاډ" ورکړی او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې کوي.
ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې زياته کړې، "د جون په مياشت کې طالبانو د پاکستان د حکومت د فشار له امله د ټي ټي پي ځینې عناصر په پوله د پرتو سيمو څخه لرې کړي وو".
په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی و چې ټي ټي پي سيمه ايیزه ګواښ جوړيږي که په افغانستان کې یې د عملیاتو دپاره خوندي مرکزونه ولرل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا رپورټ رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دا د افغانستان د اسلامي امارت پرضد یوه دتعصب ډکه پروپیګنډه ده.
Forum