لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بجلۍ او دوایانو نرخونه نور هم زیات شوي


پېښور - پاکستان کې تر25ؤ د زیاتو ژوند ژغورونکو درملو نرخونه پورته شوي دي‌ اؤ هم د بجلۍ په یو یونټ کې د 5 روپو اؤ 40 پیسو د اضافې منظوري ورکړل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې پاکستان کې د بجلۍ د نرخونو تړلو ادارې نیپرا د مالي کال 2022-23 د څلورمې سه ماهۍ (درې میاشتنۍ مودې) لپاره د حساباتو برابرولو په اړوند اوریدنه کړې ده اؤ د بجلۍ نرخ کې یې د یو یونټ پسر د 5 روپو اؤ 40 پیسو د اضافې منظوري ورکړې ده.

رسنۍ وایي چې نیپرا به د بجلۍ ګرانولو په هکله د اوریدنې تفصیلي فیصله وروسته جاري کوي اؤ په دې اړوند غوڅه پرېکړه اؤ اعلامیه به د مرکزي حکومت له لوري مخې ته راځي.

د بجلۍ د نرخونو سیوا کولو تر څنګ د دوایانو د نرخونو تړلو ادارې ډریپ هم د 25ؤ ژوند ژغورونکو درملو نرخونه سیوا کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د درملو د نرخونو خېژلو منظوري مرکزي حکومت ورکړې وه چې تر هغې وروسته ډریپ د بیلابیلو درملو یا دوایانو نرخونو کې د اضافې اعلامیه د چهارشنبې یا شورو په ورځ خپره کړې ده.

په دې دوایانو کې د وینې د جګ فشار، کینسر، تبې، دمې، د وینې د رګونو پرانستلواؤ ګڼو نورو مرضونو درمل شامل دي.

د ډریپ د اعلامیې له مخې د کینسر د ناروغۍ د نوې رجسټرډ شوې دوایۍ لوریکا نرخ 8 لکه 46 زره اؤ 857 روپۍ تړل شوی دی اؤ د دمې ناروغۍ لپاره د انهیلر اسپری نرخ 1390 روپۍ ټاکل شوی دی.

هم داشان د هیپاټاټس یا زیړي د ستنې نرخ 10 زره اؤ 275 روپو ته لوړ کړل شوی دی .

د پیراسیټامول د ډیپ هایډر الین د 20 ګولیو نوی نرخ 192 روپۍ اؤ د ملیریا په ناروغۍ کې د کارول کیدونکي کلورو کیوین نرخ 1007 روپۍ ټاکل شوی دی.

د دې ترڅنک د کینسر په ناروغۍ د اخته مریضانو لپاره د د بورټیزومپ ستنې نرخ 17 زره اؤ 513 روپۍ اؤ په انفیکشن کې د کارول کیدونکې دوایۍ زیربیکسه نرخ 15 زره اؤ 356 روپۍ تړل شوی دی.

د بجلۍ اؤ دوایانو د نرخونو سیوا کیدو نه وړاندې د روانې میاشتې په 15نیټه پاکستان کې تېلو بیعې هم خېژول شوې وې اؤ په دې کې د یو لیټر په سر تر 20 روپو اضافه راوستل شوې وه.

په پاکستان کې د دوؤ میاشتو نه هم په کمه موده کې د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې تر7 فیصده زیات کمی راغلی دی اؤ سږکال د اتوؤ میاشتو په اوږدو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت تر 23فیصدي هم زیات غورځیدلی دی.

دا مهال په پاکستان کې د یو ډالر نرخ تر 300ؤ روپو بره تللی دی چې څېړونکي وایي په ګرانۍ کې هم ورسره زیاته اضافه شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر عبدالعظیم اوړمه ورځ وایس اف امریکه ته ویلي وؤ، د روپۍ په ارزښت کې د پرله پسې کمي له امله به وړاندې نه ملک کې د ګرانۍ لوړه کچه په راتلونکو ورځو کې نوره هم ورپسې لوړه شي اؤ په داسې حال کې به حکومت مجبوریږي چې د 31م اګست نه د تېلو بیعې نورې هم لوړې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG