لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سرشمېرنه کې د بلوچستان د خلکو د شمېر کمولو نتایج په عدالت کې چېلنج کړل شوي دي


د بلوچستان هایکورټ ته په پاکستان کې د تازه آنلاین ډیجیټل سرشمېرنې په ضد درخواست ورکړل شوی، چې د دې صوبې د خلکو شمېر پکې کم کړل شوی دی. ملتپالو ګوندونو د خلکو د شمېر کمولو غندنه کړې ده.

د بلوچستان د آبادۍ د کمېدو په ضد هایکورټ ته د اعتراض په درخواست کې ويل شوي چې په ډيجيټل مردم شمارۍ کې د بلوچستان ابادي 21.7 ميلينه وه، خو د پاکستان د ګډو ګټو کونسل (سي سي آی) په غیر قانوني توګه اووه میلینه کمه کړې ده.

عدالت د پنجشنبې- زیارت په ورځ پوښتنه وکړه چې د بلوچستان حکومت ولې د مشترکه مفاداتو کونسل پرېکړه چېلنج نه کړه؟

د بلوچستان په عالي عدالت کې د دغه درخواست اورېدنه د چيف جسټس نعيم اختر افغان په مشرۍ کې ډیويژن بېنچ وکړه.

درخواست ورکوونکي د سنېټر کامران مرتضی زوی حسن کامران عدالت ته وويل چې په ډيجيټل مردم شمارۍ کې د بلوچستان ابادي دوه کروړه 17 لکه وه، خو اوس 70 لکه کمه کړل شوې ده.

د حسن کامران په خبره د اګست میاشتې پر پینځمه د ګډو ګټو د کونسل (سي سي آی) په غونډه کې د بلوچستان ابادي په غیر قانوني توګه اووه میلینه کم کړل شوې ده. عدالت پوښتنه وکړه چې صوبایي حکومت ولې دا پرېکړه چېلنج نه کړه.

د درخواست ورکوونکي وکيل کامران مرتضٰی وويل چې درخواست ور کوونکي د یو اغېزمن شوي ښاری په توګه دا پرېکړه چېلنج کړې ده.

د بلوچستان هایکورټ بېنچ د درخواست د اعتبار په اړه خپله پرېکړه خوندي کړه. درخواست ورکوونکی غوښتنه وکړه چې عدالت دې یو خپلواک کمېشن جوړ کړي چې هغه بې پلوه پلټنی وکړي.

د پاکستان د سرشمېرنی د څانګې له خوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د هیواد ابادي د تازه ډیجیټل سرشمېرنې په بنیاد 241.49 میلینه ته رسېدلې ده، چې په ټول هیواد کې په کلنۍ توګه ابادي 2.55 فیصده زیاته شوې ده.

پنجاب:

د ډېرې ابادۍ لرونکې صوبې په توګه راڅرګنده شوې چې شمېر 127.68 میلینه ته رسیږي، کلنۍ اضافه یې 2.53 فیصده ثبت شوې ده.

سیند:

د سیند صوبې ابادي چې 55.69 میلینه خلک ښوول شوي دی، د کلنۍ اضافې کچه یې 2.57 فيصدی ده.

خیبر پښتونخوا:

خیبر پښتونخوا د 40.85 میلینه ابادي لري. د دې صوبې وده 2.38 فیصده په ګوته کړل شوې ده.

بلوچستان:

د بلوچستان ابادي په نوې سرشمېرنه کې 14.89 میلینه ریکارډ کړل شوې ده او په صوبه کې د 3.20 فیصده کلنۍ اضافه په ګوته کړل شوې ده.

د اسلام آباد ابادي‌ 2.36 میلینه ښوول شوې دده.

ملتپاله ګوندونه هم په سرشمېرنه کې د بلوچستان د خلکو د کمېدو غندنه کوي، د بي اين پي مېنګل د مرکزي کومېټې غړي غلام نبي مري وويل، ګوند یې د مشترکه مفاداتو کونسل د سرشمېرنی پرېکړه نه مني. هغه وایي بلوچستان له وړاندې شاته پاته صوبه ده او دا له دې صوبې سره نوره ناانصافي ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي سیکرټري کبیر افغان وويل، کله د سرشمېرنې پروسه بشپړه شوه نو بلوچستان د پښتون مېشتو څورلس ضلعو ابادي 95 لکه 95 زره وو، وایي دا اصل شمیره وه، خو دوی 29 لکه 97 زره ته را کمه کړه. کبیر افغان وي او اې ډیوه ته وویل:

"په 1998 او 2017 کې د کوټې د مردم شماري د کلنۍ اضافې کچه 5.81 ده او د اوس 2.22 ده. په مې میاشت کې د بلوچستان د سرشمېرنې د څانګې کمیشنر نور احمد پرکاڼي وويل د بلوچستان ابادي 70 سلنه زیاته شوې ده، کلنۍ اضافه یې 9.9 فيصده څرګنده کړې وه".

د ده په خبره د بلوچستان ابادي دوه کروړه 17 لکه ته رسېدلې ده، سوب یې دا په ګوته کوي چې وایي په 2017م کال کې د بلوچستان په 20 ضلعو کې امنيتي حالات خراب وو.

د پاکستان مرکزي حکومت ويلي، د روان کال د اګست پر پینځمه د سي سي آی د غونډې مشري پخواني وزیراعظم شهباز شریف کوله، چې د ټولو صوبو اعلا وزیرانو او د سیاسي ګوندونو غړو هم پکې ګډون درلود او ټولو په یوه خوله د اوومې ډيجيټل سرشمیرنی د نتيجو منظوري ورکړې وه، هیچا هم مخالفت نه وو کړی.

د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه په ټول پاکستان کې سرشمېرنه پیل شوې وه چې موده یې تر خپل ټاکل شوي وخت پینځه ځله غزول شوې هم وه. په پاکستان کې هر 10 کاله وروسته سرشمېرنه کېږي. په 2017م کال کې هم سرشمېرنه شوې وه پر هغه باندې هم ډېرې نيوکې شوې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG