د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل پاکستانۍ روپۍ په ريکارډ کچه غورځېدلې او يو امریکايي ډالر د 300 روپو نه زيات ګران شوی دی.
د پاکستان د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] د شمېرو ترمخه د شورو، چهارشنبې په ورځ يو امریکايي ډالر په 299.64 روپۍ وو او پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ 300.22 روپو ته رسېدلی دی.
د پېسو بدلوونکې اتحادیې ترمخه د انټربېنک ترڅنګ په پرانستي مارکيټ کې روپۍ نوره بې قدره کيږي او په درېم يا غېر قانونه مارکيټ کې ډالر نور ګران ترلاسه کيږي.
اقتصاد پوهان وايي د روپۍ بې قدره کېدو سره به په ملک کې نوره ګراني جوړه شي.
د اقتصاد پوهانو په وينا په ملک کې د ډالرو کمی او طلب سېوا دی او د حکومت سره د روپۍ په ځای ساتل کېدو يا غورځېدو څخه بچ کېدو دپاره کومه کوټلې تګلاره نشته.
د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د درې اربه پور د تړون وروسته د پاکستان حکومت په درامداتو يا وارداتو بنديزونه لرې کړي او کاروباري بېنکونو ته یې اجازه ورکړې وه چې درامد کوونکو ته ډالرې ورکړي.
خو تجاران وايي په بېنکونو کې د ډالرو کمی دی او زياتره هغوی د پرانستي مارکيټ يا غېر قانونه مارکيټ څخه ډالرې ترلاسه کوي او هغه ورته ګران پرېووځي.
اقتصاد پوهان وايي د اقتصاد په برخه کې د ملکي ناسمو پاليسيانو له امله روپۍ ورځ تر بلې قدره کيږي.
د اقتصاد پوهانو په نظر دا اندېښنې موجودې دي چې په راتلونکو ورځو کې د تېلو، بجلۍ او ګېسو قيمتونه نور سېوا شي او عامه ګراني به ورسره جوړه شي.
د اقتصاد پوهانو په وينا د روپۍ بې قدره کېدو او ډالر ګرانېدو نېغ په نېغه اغېزې په عامو خلکو کيږي. ځکه پاکستان تېل [پټرول او ډيزل] د بهر نه راغواړي او ادايګۍ یې په ډالر کې کوي.
د شمېرو ترمخه پاکستان يواځې د جولايۍ په مياشت کې د 79کروړه ډالرو تېل د بهر څخه راغوښتي وو او چې کله روپۍ بې قدره کيږي ډالر ګرانيږي او د بهر څخه تېل په ډالرو اخلي د هغې له امله به ورسره د تېلو بيعې نورې سېوا کيږي او د هغې له امله به نوره ګراني جوړيږي.
بل لور ته د پاکستان د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه په يوه اوونۍ کې د ملک د زر مبادله ذخيرې يا بهرنيو اسعارو زېرمې د 13 کروړه ډالرو څخه زياتې کمې شوي دي.
په 18 اګست سټېټ بېنک ويلي وو د پاکستان د بهرنيو اسعارو زېرمې 13.38 اربه ډالرې او پرون یې دغه شمېرې 13.25 اربه ډالرې ښوولي دي.
د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه په تېر مالي کال کې غېر ملکي ترسيلات زر يا بهر څخه راتلونکې پېسې او غېر ملکي نېغ په نېغه پانګونې او د پاکستان صادرات راکم شوي وو، کوم څه چې د پاکستان په وارداتو کې مهم رول لري.
د رپوټونو ترمخه روان مالي کال کې پاکستان ته د غېر ملکي ادايګيانو په برخه کې د 25 اربه ډالرو بيرته ورکولو ضرورت دی او پوهان وايي د ډالر ګرانېدل د پاکستان مشکلات نور سېوا کوي.
Forum