لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا استخبارات وایي د واګنر ډلې د مشر الوتکه د قصدي چاودنې په وسیله را غورځول شوې وه


د امریکا د استخباراتو د یوې لومړنۍ اندازې له مخې د روسي الوتکې د لوېدو په پېښه کې چې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین په ممکنه و وژل شو، وایي دا د یوې قصدي چاودنې نتیجه وه.

سره له دې چې د دې پېښې د ذمه وارۍ په اړه ټولې ممکنه اندازې د روسي صدر پوټین خواته اشاره کوي، خو پوټین د پنجشنبې- زیارت په ورځ پریګوژین ته عقیدت وړاندې کړ.

له امریکایي او غربي چارواکو څخه یوه یې د نوم نه ښکاره کولو په شرط لومړني استخباراتي رپوټ ته په اشارې وویل، دا خبره "ډېر امکان" لري چې بیوګیني پریګوژین په نخښه کړل شوی دی او وایي دا چاودنه د خپلو مخالفینو د غلي کولو په برخه کې د صدر پوټین له تاریخ سره اړخ لګوي.

چارواکو نور تفصیل ور نه کړ چې د چاودنې سبب څه وو، چې ویل کېږي له کبله یې په ممکنه توګه پریګوژین او د هغه ګڼ شمېر مرستیالان هم وژل شوي او دا په ممکنه توګه د هغه بغاوت غچ وو چې په وسیله یې د روسي صدر د واکمنۍ چېلنجولو هڅه شوې وه.

د امریکې د دفاع ادارې پېنټاګان ویاند جنرل پېټ رایډر د رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دا روسۍ جیټ الوتکه له مځکې په فضا کې ویشتونکي میزایل په نخښه کړې وه.

ښاغلي رایډر په دې اړه هم له څه ویلو ډډه وکړه چې آیا امریکا واقعي شک لري چې د پریګوژین الوتکه په بم الوځول شوې او که د هغه د وژلو د هڅې په نتیجه کې دا پېښه شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو په وخت دا شک څرګند کړی وو، چې کېدای شي پوټین د الوتکې غورځېدو تر شا لاس ولري، که څه هم بایډن منلې وه چې په دې اړه څه معلومات نه لري چې دا شک یې په حقیقت بدل شي:

"زه په باور سره نه شم ویلای چې څه وشول، خو زه پر دې پېښه هیڅ حیران شوی نه یم، ځکه په روس کې ډېر لږ داسې څه پېښېږي چې تر شا یې د پوټین لاس نه وي".

بل لور ته د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د الوتکې د لوېدو پر پېښه په لومړي ځل خبرې کړې دي او په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې، خو ورسره یې د پریګوژین "سنګینو تېروتنو" ته هم اشاره کړې ده.

صدر پوټین د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اوکراین په دونیڅک سیمه کې د روسي ځواکونو له ټاکل شوي مشر ډېنس پوشلین سره په ټیلیویژني مرکه کې وویل، په الوتکه کې د واګنر ډلې وژل شویو غړو د اوکراین په جګړه کې له مسکو سره "د پام وړ ونډه" تر سره کړې او وایي "موږ دا په یاد لرو، پوهیږو او هیر به یې نه کړو. "

پوټین د پریګوژین په اړه وویل، چې ده هغه د 90 د لسیزې له پیل راهیسې پېژانده، او وایي هغه یو پېچلی برخلیک درلود، خو ډېرې لاسته راوړنې یې هم لرلې:

"په ژوند کې یې سنګینې تېروتنې وکړې او بیا یې د هغو نتیجې هم ولیدې، د ځان لپاره هم او د خپل مقصد لپاره هم چې په تېرو میاشتو کې ښکاره شوې، هغه یو قابل کس وو او یو ذهین کاروباري".

د واګنر پوځي کمپنۍ مشر یوګیني پریګوژین، شپږ نور مسافر او د عملې درې کسان په هغه شخصي جیټ الوتکه کې سپاره وو، چې د روس د هوایي چلند ادارې په وینا د شورو- چارشنبې په ورځ له ماسکو تر الوتلو لږ وروسته ولوېده او تباه شوه.

مرستندویه کارکوونکو د لوېدلې الوتکې له ځایه د 10 کسانو مړي تر لاسه کړي او روسي رسنیو په واګنر کې د نامعلومو سرچینو له خولې ویلي چې پریګوژین هم په دغو مړیو کې شامل وو، خو روسي چارواکو لا د هغه مړینه نه ده تایید کړې.‌

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک وایي، "دا یوه پېښه نه ده چې ټولې نړۍ ولیده چې دوې میاشتې مخکې د بغاوت کوشش کوونکی د پوټین پخوانی د باور وړ کس ناڅاپه له اسمانه را ولوېد". مېرمن بیرباک وایي:

"موږ د پوټین په روس کې له داسې چلندونو خبر یو..خلک و وژل شي، مشکوکې ځانوژنې وشي، خلک و وژل شي، تر کړکیو را ولوېږي او دا هر څه تل بې له وضاحته پاته شي".

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي هم ویلي، "موږ له دې سره هیڅ کار نه لرو، ټول پوهېږي چې دا څوک کوي".

یوه میاشت مخکې د بېلاروس ولسمشر الیکسنډر لوکاشینکو ویلي وو، د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ژمنه کړې وه چې پریګوژین به ختم کړي، خو هغه پوټین قانع کړی وو چې داسې ونه کړي.

یادونه:- د دې خبر معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG