اسلام اباد هایکورټ د پخواني وزیراعظم عمران خان د سزا ځنډولو د خواست اورېدنه د ګل یا دوشنبې ورځې ته ځنډولې ده چې په دې د عمران خان وکیلانو دعدالت په خونه کې احتجاج کړی اؤ د "شرم شرم" نعرې یې وهلې دي.
د اسلام اباد هایکورټ د چیف جسټس عامر فاروق په مشرۍ دوه کسیزې ډلې د جمعې په ورځ د عمران خان د سزا ځنډولو د خواست اورېدنه کړې ده اؤ داسې انګیرل کېده چې ښایي نن هایکورټ د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوي اؤ د خوشې کولو امر یې وکړي.
په نننۍ اورېدنه کې د الیکشن کمیشن وکیل امجد پرویز ایډوکیټ د ناروغۍ په دلیل عدالت ته نه ؤ وړاندې شوی اؤ خپل مرستیال وکیل یې عدالت ته ورلېږلی ؤ.
د اوریدنې په مهال چیف جسټس امر فاروق وویل، د سزا د ځنډولو خواست په مهم پړاؤ کې دی اؤ که چرې وکیل امجد پرویز محکمې ته حاضر شوی و نو د 15 نه نیولی په 20 دقیقو یا منټونو کې به دلیلونه سرته رسیدلي وؤ.
دالیکشن کمیشن مرستیال وکیل عدالت ته ویلي امجد پرویز ناروغه دی اؤ ډاکټر ورته د ارام کولو وړاندیز کړی دی ځکه نو عدالت باید د سزا ځنډولو د خواست اورېدنه د اګست تر 28مې پورې وځنډوي.
د عمران خان وکیل لطیف کهوسه د خواست اورېدنې د ځنډولو په غوښتنه نیوکه وکړه اؤ ويې ویل "یو تن د تېرو 20 ورځو نه په زندان کې پروت دی" .
چیف جسټس عامر فاروق د لطیف کهوسه په دغه نیوکه وویل ټرایل کورټ چې څه کړي دي غلط یې کړي دي، دا د یو شخص د بنیادي حقونو معامله ده.
د اسلام اباد ضلعي عدالت یا سیشن کورټ عمران خان ته د توشه خانې په قضیه کې د درې کاله بند سزا اورولې ده اؤ هغه دا مهال په اټک زندان کې دخپل بند شپې ورځې لنډوي.
تحریک انصاف ګوند ددې سزا د ځنډولو په ضد اسلام اباد هایکورټ ته خواست کړی دی اؤ دریځ یې خپل کړی چې د سېشن کورټ جج دعمران خان پرضد فیصله کې د تعصب نه کار اخستی اؤ د انصاف تقاضې یې نه دي پوره کړي.
نن د خواست اورېدنې په مهال داسلام اباد هایکورټ چیف جسټس ویلي دي "مونږ د سزا ځنډولو د خواست اورېدنه د ګل د ورځې پورې ځنډوؤ اؤ که څوک رانغلل نو هم به فیصله وکړو".
د عمران خان وکیل لطیف کهوسه له عدالته پوښتنه وکړه چې "د تحریک انصاف ګوند مشر به درې ورځې نور هم په زندان کې ساتئ ؟"
لطیف کهوسه ویلي د ګل- دوشنبې په ورځ به بیا دی عدالت ته نه ورځي اؤ جج ته یې ویلي "ستا چې څه خوښه وي هغه وکړه".
چیف جسټس ویلي د جمعې په ورځ ډیویژن بینچ نه ؤ خو بیا هم هغوي نن دلته اوریدنه کوي .
هغه ویلي په تېره اوریدنه کې یې هم د دې قضیې اوریدنه د ګل تر ورځې ځنډولی شوه خو داسې یې ونه کړل. د هغه وینا وه چې دوي هم د ټرایل کورټ په څېر کار کولی شي خو داسې نه کوي.
د خواست اوریدنې تر ځنډول کیدو وروسته د عدالت په خونه کې موجودو وکیلانو د شرم شریم نعرې وهلې دي اؤ ویلي یې دي چې دا "فکسډ میچ دی"، له دې خبرې یې مقصد دا وو چې ګنې سودا شوې ده.
Forum