لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند مودي او د چین شي وایي پر خپله ګډه پوله د شخړو د کمولو هڅې به زیاتوي


د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د چین ولسمشر شي جینپینګ پر دې خبره سره همږغي شوي چې پر خپله ګډه لانجمنه پوله به د شخړو او تاوتریخوالي د کمولو هڅې ګړندۍ کوي او له پولې به خپل زرګونه پوځیان بیرته ستنوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په وینا د دواړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د جنوبي اېشیا په مرکز جوهسنبرګ کې د بریکس هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي دي.

بېجینګ ویلي چې دا لیدنه د هندي وزیراعظم په غوښتنه شوې ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو سیکرټري وینې موهن کواټرا هندي خبریالانو ته ویلي، چې نریندرا مودي له شین جین پینګ سره په بیړنۍ ناسته کې هغه ته د خپلو نا حل شویو سرحدي ستونځو په اړه د هند اندېښنې وړاندې کړې.

د هند وزیراعظم په داسې وخت د ګاونډي نړیوال اقتصادي ځواک چین له ولسمشر سره لیدلي، چې د چندریان درې په نوم خلایي جهاز یې دوې ورځې وروسته د سپوږمۍ جنوبي برخې ته په رسېدو سره د نړۍ لومړی هېواد شو.

د د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې له کبله په لداخ سیمه کې د زرګونو هندي او چینایي پوځیانو تر منځ له درو کلونو راهیسې شخړه روانه ده. په دې سیمه کې درې کاله وړاندې په یوه نښته کې 20 هندي پوځیان او څلور چینایان وژل شوي وو.

موهن کواټرا وویل دواړه مشران پر دې خبره همږغي شول چې د شخړو کمولو هڅې به تېزوي خو دا یې نه دي ویلي چې د چین صدر د مودي اندېښنو ته څه جواب ووایه او نه یې د هندي وزیراعظم د اندېښنو په اړه تفصیل ورکړی دی.

خو په نوي ډیلي کې د چین سفارت وروسته د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو بیان ټویټ کړی او وایي ولسمشر شي ټینګار کړی چې د چین او هند د اړیکو ښه کېدل د دواړو هېوادونو او همدارنګه د نړۍ او سیمې د امن، ارامۍ او پرمختګ لپاره هم ګټور دي. په بیان کې ویل شوي:

"دواړه اړخونو ته پکار ده د خپلو دوه اړخیزو اړیکو عمومي ګټو ته پام وکړي او خپلې سرحدي شخړې په سمه توګه حل کړي چې په ګډه سره د پولې اړوند سیمه کې امن او ارامي پر ځای شي."

د هند او چین پوځي کمانډرانو هم تېره اوونۍ تر خپل منځ د خرابو حالاتو د ښه کولو لپاره په ظاهره د یوې هڅې په توګه سره لیدلي وو.

د حقیقي کنټرول کرښه په لوېدیځ کې له لداخ سیمې د هند تر ختیځ ایالت اروناچل پردېش پورې د چین او هند تر کنټرول لاندې سیمې جلا کوي، خو چین د دې خاورې د ملکیت دعوه کوي.

د چین او هند دواړو تر منځ د 3500 کیلومیټره اوږده پوله تر اوسه په مستقل توګه نه ده ټاکل شوې. دواړه هېوادونه د سرحد د ټاکلو په اړه بیلابیل نظرونه لري.

په 1962م کال کې د سرحدي شخړې په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه هم شوې وه. چین د هند په شمال ختیځ کې د اروناچل پردېش په ګډون د څه باندې 90 زره مربع کیلومیټره مځکې دعوه لري چې اکثریت اوسېدونکي یې بودایي مذهبه دي.

هندوستان وايي چین د اکسای چین په لوړه یا مرتفع سطحه کې د دوی 38,000 مربع کیلومیټره خاوره نیولې ده او وایي دا د لداخ سیمې برخه ده، چې له څو کلونو راهیسې لانجمنه ده او شخړه ورباندې روانه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG