لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معذوره پيغلې ولې د زړه نه د واده ارمان وباسي؟


د پېښور 26 کلنه حاجره عنبرین چې د پولیو وایرس د لاسه په پښو شله شوه له هغه وروسته یې زیات وخت په خپل کور او یوه کمره کې تېر کړو او وایي داسې ورته ښکاري چې "بل کور" ته د تلو ارمان به یې پوره نه شي .

دهغې‌ په خبره" د معذوره جینۍ رشته څوک غواړي؟ د واده د پاره رشته معذوره جینکو ته په آسانه نه راځي".

حاجره وایي د رشتې غوښتو په مهال د هلک کورنۍ سره دا پوښتنې وي چې"دا جینۍ به زمونږ د زوئ څه خدمت وکړی شي که نه؟ دا به ماشومان راوړلی شي که نه؟ ماشومان به یې هم د دې په شان معذوره کیږی او که نه؟".

تر اوسه چا یو ځل هم د حاجرې د رشتې یا د واده پوښتنه نه ده کړې خو د دغو رویو باوجود اوس هم حاجره پخپل زړه کې د ژوند د یو ښه ملګري ارمان ژوندی ساتلی دی. هغه په ژړغوني غږ وي او اې ډیوه ته وویل:

د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له حاجره عنبرین سره خبرې کوي.
د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له حاجره عنبرین سره خبرې کوي.

”زما خو ژوند کې خواهش دی چې یو داسې انسان زما ژوند ته راشي چې زما معذورۍ ته نه ګوري او ووایي چې ته څنګه هم یې نو زما قبوله یې، زه به ستا پښې او اډاڼه جوړیږم خو داسې ناممکنه ښکاري چې څوک وي” .

خو د بیمارۍ د لاسه وړوکوالي کې معذوره شوې اتلس کلنې مریم جهانګیر له خپل زړه نه بیا دغه خواهش ویستلی او وایي د تعلیم او ‌‌‌‌‌‌ډيزائيننګ شعبه کې د مخکې تللو اراده لري.

“داسې به ډېر کم انسانان وي چې معذوره جینۍ سره واده وکړي،او نه زما د واده
خواهش شته ځکه چې ماته پته ده څوک معذوره جینۍ سره واده نه کوي، دا صفا خبره ده”

د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له مریم جهانګیر او حاجره عنبرین سره.
د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له مریم جهانګیر او حاجره عنبرین سره.

د ځان په شان د پولیو د لاسه د معذوره شوؤ خلکو د حقونو لپاره کارکوونکې 35 کلنې افشا اپریدۍ په دې وروستیو کې نکاح کړې ده خو وایي د ډېرو خلکو خبرې یې اورېدلي دي چې معذوره جینۍ ته د واده څه حاجت دی؟

هغه وایي معذوره جینۍ هم د خپل ژوند دملګري، خپل کور او بچو خواهش لري خو د خلکو بدې رویې د هغې مشکلات سېوا کړي.

هغه وایي خلکو کې ناپوهي ده او ځکه حوصله نه لري چې یوه معذوره جینۍ د نږور یا ښځې په توګه قبوله کړي. افشا اپریدۍ وایي:

د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له افشا اپریدۍ سره خبرې کوي
د ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه له افشا اپریدۍ سره خبرې کوي

"خلک تپوس کوي چې د معذوره جینۍ اولاد به مخکې معذوره وي. دا غلطه خبره ده خو خلک داسې ګڼي چې یو کس ځان نه شي سمبالولی نو هغه به کور څنګه سمبالوي، اکثره معذوره جینکۍ د خپل واده خواهش د زړه نه وباسي او خپل خواهشات ختم کړي”.

افشا زیاتوي، اکثره داسې معذوره ښځه په کور زړه شي او د کور څوکیدارۍ ته پاتې شي.

په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ نه علاوه د حادثو او نورو ناروغیو د لاسه هم که يو کس په خصوصي توګه يوه جینۍ معذوره شي نو دا معذورتیا د هغې د ژوند نور ارمانونه هم مړاوې کړي او اکثر معذوره پيغلې د خپل واده سوچ یا ارمان ختم کړي او د واده ارمان یې نیمګړی پاتې شي چې ټولنه هغوی ته د یو مکمل انسان په نظر نه ګوري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG