لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې په پولیس تاڼه بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي، جنوبي وزیرستان کې د دریو کسانو مړي موندل شوي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په یوه پوليس تاڼه د لاس بم بريد شوی چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

په قبایلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې هم درې ناپیژندلي مړي موندل شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي.

د بنو ضلعې پولیس وايي نامالومه موټر سايکل سورو د بنو ښار په بسیا خېل سیمه کې په پولیس تاڼه د لاسي بم برید کړی او چاودنه کې درې پوليس عسکر ژوبل شوي دي.

د بنو پولیس ویاند خانزالا وايي ژوبل پوليس عسکر د بنو خلیفه ګل نواز سېول روغتون ته وړل شوی دي.

د روغتون چاوراکي د دوی حالت د خطرې نه بهر ښیي.

د بنو پولیس مشر سید افتخار شاه ويلي، د پېښې ځای ته سمدستي سره د نفرۍ رسیدلی د هغه ځای څخه شواهد راټول کړی شوي او د لاسي بم ويشتونکو د لټون عمليات پېل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه داري منلې ده.

‎همدا راز د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې د دریو ګسانو مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

په سمدستي توګه د وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده شوې او له طبعي معاینې وروسته ځايي خلکو خاورو ته سپارلي دي.

‎پولیس د دې پیښې پخلی کوي او وايي دا مړي د بر جنوبي وزیرستان د تیارزه تحصیل په شولام سیمه کې په داسې حال موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

د تیارزه تاڼې چارواکو ډیوه ته وویل دوي ته اطلاع تر لاسه شوې چې د تاڼې حدودو کې د دریو کسانو مړي غورځول شوي دي.

‎د هغوی په وینا د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده شوې چې څوک دي؟

د علاقې خلک وايي دوی د انساني همدردۍ په اساس دغه درې واړه مړي خاورو ته سپارلي دي.

هغوي وایي د وژل شوؤ کسانو په بدنونو د تشدد نښې وې چې ګمان کیږي دوی په بند کې له ساتلو وروسته وژل شوي دي

‎د ضلعې د پولیسو د مشر نیاز محمد د دفتر چارواکو ډیوه ته وویل د دغو کسانو د وژل کيدو لامل نه دی مالوم شوی او پولیس پلټنې پيل کړې دي.

په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا د نورو سيمو په څیر په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم د ناامنۍ پیښې سیوا شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان د سفر په مهال ویلي وؤ، ترهګر، د هغوي سهولت کاران او راپارونکي به نه پريښودل کيږي.

جنوبي وزیرستان ته د پوځي سر لښکر د سفر نه یوه ورځ وړاندې تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان شیروانکۍ سیمه کې د پاکستان په پوځ برید کړی ؤ چې د ملک د موقتي وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وینا په دې برید کې د پاکستان د پوځ لس عسکر وژل شوي وؤ .

برید او نښته کې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم مخې ته راغلې وه.

د دغه پېښې نه یوه ورځ وړاندې شوال سیمه کې په یوه چاودنه کې 11 ځايي خواريکښ وژل شوي وو.

ځايي خلک وايي د مودو نه د ناامنۍ د ختمولو اعلانونه کیږي چې پکې د عملیاتو پرمهال د وسله والو پرضد جهازونه ټانکونه او توپې کارول شوي خو تر اوسه په دې ناامنۍ قابو نه ده موندل شوې

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG