لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په فلورېډا کې یو سپین پوستي تن د درو تورپوستو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی دی


د امریکې په فلورېډا ایالت کې یو سپین پوستي وسلوال تن په یوه دوکان کې پر خلکو ډزې کړې دي او درې تنه تورپوستي یې وژلي دي، خو وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.

د امریکا صدر جو بایډن تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په وژل شویو کسانو کې دوه سړي او یوه ښځه ده، خو پولیسو سمدستي د هغوی او د بریدګر نومونه نه دي په ډاګه کړي. دا پېښه د ایډورډ واټرز په نوم د تورپوستو یو کوچني پوهنتون ته نیژدې شوې ده.

دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ ماسپښین مهال د فلورېډا په جېکسنویل ښار کې د تورپوستو په سیمه کې شوې ده، چې د ځایي پولیسو په وینا د "نسلي تعصب" په بنیاد شوې پېښه ده.

د دې ښار د پولیسو مشر ټي. کې. واټرز- چې خپله هم تورپوستی دی- تر پېښې وروسته له مېر یا ښاروال او نورو چارواکو سره خبري غونډې ته د بریدګر په اړه وویل، "هغه له تورپوستو خلکو کرکه کوله".

ښاغلي واټرز وویل د ډزو له کبله نورو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی او وایي تر اوسه یې داسې څه ثبوت نه دی موندلی چې ګواکې بریدګر دې د کومې سترې ډلې په لمسه دا کار کړی وي.

پولیس مشر وايي د بریدګر عمر د شلو او دېرشو کلونو تر منځ وو او په برید کې یې له ګلاک توپنچې او AR-15 نیم خودکار توپکه کار اخیستی دی.

بریدګر یو لیک پرېیښی چې پلټونکي ګومان کوي هغه ځکه په دې ورځ دا برید کړی چې وایي نن د هغې پېښې پینځه کاله وشول چې یو بل وسلوال د همدې جېکسنویل ښار په یوه ویډیو سیالۍ کې دوه تنه په ډزو ووژل او بیا یې ځانوژنه وکړه.

پولیس وایي بریدګر د پېښې ځای ته د کلې په نوم له یو بل ښارګوټي ورغلی او تر برید مخکې یې خپل پلار ته یو پیغام هم لېږلی وو، چې په کور کې د ده کمپیوټر وګوري.

وایي کله یې چې پلار په کمپیوټر کې یو لیکلی پیغام وموند، کورنۍ یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ، خو وایي هغه تر دې مخکې لا د پېښې ځای ته رسېدلی وو او برید یې پیل کړی وو.

تر پېښې مخکې هغه د ور څېرمه ایډورډ واټرز پوهنتون په کېمپس کې هم لیدل شوی وو، چې د پولیسو په وینا مرمۍ ضد جېکټ یې اغوستی او ماسک یې پر مخ کړی وو.

دا پېښه د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د هغه یادګاري لاریون تر ختمېدو څو ګنټې وروسته شوې، چې لاریون کوونکي یې په دې هېواد کې د تورپوستو او نورو لږکیو خلاف د کرکې په بنیاد زیاتېدونکو پېښو خلاف راوتلي وو.

د روان کال په اپرېل میشت کې هم د امریکې په ټیکساس ایالت کې یو تن له دې کبله د یوه اته کلن ماشوم په ګډون خپل پینځه ګاونډیان وژلي وو چې د چارواکو په وینا هغوی ورته ویلي هوایي ډزې دې بندې کړي ځکه چې شپه ده او دوی له خوبه وځي.

د تېر کال په مارچ میاشت کې هم د نیویارک په بفېلو سیمه کې یو تن په سپر مارکیټ کې دننه پر خلکو ډزې کړې وې چې10 تنه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو. په وژل شويو او ژوبلو کې 11 تورپوستي او دوه سپین پوستي وو.

په امریکا کې په وروستیو کلونو کې په سکولونو او لویو سټورونو کې ډله ییز بریدونه زیات شوي، چې له کبله یې خلک پر حکومت د وسلو د کنټرول د مخنیوي په برخه کې نیوکې کوي.

د امریکې ځینو ایالتونو هڅه کړې چې په خپلو پولو کې د ټوپک کنټرول زیات کړي. صدر بایډن بایډن تېر کال د توپک د تشدد د مخنیوي قانوني مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې په امریکا کې د ځوانو توپک اخیستونکو بېکګراونډ یا پس منظر کتل کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG