لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره کې د سورلیو ګاډی ژور ګړنګ ته لوېدلی، د ښځو په ګډون پکې 6 کسان مړه شوي


دخېبر پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره نزدې د مسافرو یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی دی چې شپږ کسان پکې مړه اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

په مانسهره کې د مرستندویه دولتي ادارې 1122 ضلعي مشر حفیظ الرحمان بېلابېلو رسنیو ته ویلي، دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ په هزاره ایکسپریس وی د هاتهي میره په مقام شوې ده .

هغه ویلي، د بټګرام ضلعې د الایي سیمې نه مانسهرې ته روان دمسافرو یو ګاډي نه په روانه کې ټایر وتلی اؤ بیا دغه ګاډي د ډرایور نه بې قابو شوی اؤ د یو پول نه ژورې کندې ته غورځېدلی دی.

نوموړي ویلي په ګاډي کې ټول 13 مسافر سواره وؤ چې په هغوی کې د دوؤ ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

د مرستندویه ادارې ضلعي مشر ویلي د پېښې سره سم د یادې ادارې مرستندویه مامورین دپېښې ځای ته رسیدلي اؤ مړي اؤ ژوبل شوي کسان یې د مانسهرې کنګ عبدالله هسپتال ته رسولي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت په سړکونو دغسې خونړۍ پېښې کیږي چې څېړونکي یې عمده علتونه د ګاډو تېز رفتاري، د سړکونو خراب حالت، د ډرایورانو په نشه یا د خوب حالت کې ګاډی چلول اؤ د ټرېفک قوانینو نه سرغړونې ښیي.

تر دې پېښې وړاندې تېره اوونۍ په 20م اګست د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان د مسافرو بس باندې د پینډۍ بټهیا په مقام اور لګیدلی ؤ چې د پولیسو په وینا دغه پېښه کې تر 20 زیات مسافر مړه شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ.

د روانې میاشتې په پیل کې هم دپښتونخوا دبالاکوټ په سانګر سیمه کې دمانسهرې اؤ ناران تر منځ په جل کهنډ روډ د مسافرو یو ګاډی اوښتی ؤ چې پکې د پېښور اوسیدونکي د یوې کورنۍ 21 کسان ژوبل شوي وؤ.

په 30 جولایي د مانسهرې بابو سر ټاپ سیمې سره نزدې د مسافرو ګاډی ګړنګ ته رغړیدلی ؤ چې پکې 8 کسان مړه شوي اؤ 9 نور ژوبل شوي وؤ.

هم د تېرې جولایي میاشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.

همدا شان په 12م جولایي د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی و چې په کې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG