د ایران عدلي نظام د خالي/شنبې په ورځ وویل، په تهران کې یو عدالت فیصله کړې ده چې د امریکا حکومت دې په کال 1980 کې د ایران د نوي جوړ شوي اسلامي جمهوریت په وړاندې د "کودېتا د منصوبه بندۍ" په معاوضه کې، 330 میلین ډالر ایران ته ورکړي.
په ایران کې په کال 1979کې اسلامي انقلاب وشو چې په نتیجه کې یې د امریکا د ملاتړه برخمن پخوانی شاه له واک اختیاره لېرې کړی شو. د هغه انقلاب نه یو کال پس، یوه ډله چې اکثره یې وسله وال افسران و، کوشش وکړ چې د ایران نوی اسلامي حکومت ړنګ کړي.
د ایران سرکاري خبري ادارې، اېرنا وویل چې د "یاغیانو" مشري د هغه هېواد د فضایي قواوو د یو پخواني کمانډر سعید مهدیون په غاړه وه، او د هغو مرکز د همدان د فضایي قواوو په یوه اډه کې و.
د کودېتا د سازش ګرانو او د حکومتي قواوو ترمنځ هغه وخت کې د نښتو په نتیجه کې، څو تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوندي ګرفتاره کړی شول.
د اېرنا خبري اداره وایي، "د هغو مقصد په ټول ملک کې د پوځي اډو د کنټرول قبضه کول او د سټراټېجیکو مرکزونو او د انقلاب د مشرانو کورونه په نښه کول و. مګر کوششونه یې شنډ کړی شول."
د عدالت فیصله
د ایران د عدلي نظام پورې متعلق د میزان آنلاین وېب سایت کې ویلی شوي چې تېر کال، د هغو کسانو رشته داران چې په هغې کودېتا کې وژل شوي و، د ایران په بین الاقوامي عدالت کې یو درخواست جمع کړو او د معاوضې غوښتنه یې وکړه.
د میزان آنلاین په حواله، هغوی په ځانګړي توګه تور ولګولو چې ګني د کودېتا "منصوبه بندي او عملي کېدل" د امریکا کار و.
عدالت د درخواست کوونکو په فایدې فیصله وکړه او ویې ویل چې "د امریکا حکومت دې دعوه کوونکو ته د مالي او ذهني زیانونو په حوالې سره 30 میلینه ډالر او د تعزیري نقصاناتو په حوالې سره 300 میلینه ډالر جرمانه ورکړي."
د 1979 کال د اسلامي انقلاب راهېسي، تهران او واشنګټن خپلو مېنځو کې سفارتکاري تعلقات نلري.
په کال 1953 کې د برطانیې او امریکا استخباراتو په ایران کې د وزیراعظم محمد مصدق د حکومت ړنګولو سازش کړی و. ډاکټر محمد مصدق د ایران د تېلو منافع بخش صنعت، قامي ګرځولی و.
په 2016 کال کې د امریکې سپریم کورټ فیصله وکړه چې په امریکا کې د ایران کنګل شوې اثاثې دې، د هغو حملو زیانمنو ته ورکړی شي چې واشنګټن یې ذمه واري په تهران غورځوي، د مثال په توګه په 1983 کال کې په بېروت کې د امریکا د سمندري قواو په یو بېرک کې بمي چاودنه او په 1996 کې په سعودي عرب کې چاودنه.
د دې کال په مارچ میاشت کې د انصاف عالمي عدالت فیصله وکړه چې د واشنګټن له خوا د څو تنو ایراني وګړو او کمپنیو د اثاثو کنګل کول "بغیر جواز " و. مګر دغه نړېوال عدالت دا فیصله هم وکړه چې په امریکا کې د ایران د مرکزي بنک د کنګل شوو قریب دوه بلین ډالرو د خلاصولو اختیار ورسره نشته.
Forum