لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په فضایي حمله کې د الشباب ډلې 13 تندلاري ووژل شول


په افریقه کې د امریکا پوځي کمانډ ویلي دي چې د الشباب تندلارو په ضد یې په صومالي کې "دفاعي" فضایي حمله کړې چې په کې د نوموړې ډلې دیارلس تندلاري وژل شوي دي.

دغه بمباري د شنبې/خالي په ورځ، د صومالي د سییرا ښار ته څېرمه ترسره شوې چې د کېسمایو نه 45 کلومټره لېرې، شمال لویدیځ پلو پروت دی.

په افریقه کې د امریکا پوځي کمانډ (افریکام) ویلي دي چې دا حمله یې د صومالي د ځواکونو په ملاتړ ترسره کړې، کوم چې د الشباب ډلې د جګړه مارانو سره په جنګ کې وو.

د افریکام په بیان کې ویل شوي: "د صومالي له نشنل پوځ سره په همکارۍ، په افریقه کې د امریکا د پوځ کمانډ ابتدايي اندازه دا ده چې په دغه فضایي بمبارۍ کې د الشباب 13 جګړه ماران وژل شوي او هېڅ کوم سېویلین نه وژل شوی او نه هم زخمي شوی دی."

بیان کي دا هم راغلي چې د دې عملیاتو د پوره نتیجو د موندلو دپاره به ارزونه دوام ولري او که مناسب وي، نو اضافي معلومات به د مطبوعاتو سره شریک کړی شي، مګر "په حمله کې د شاملو یونټونو او استعمال شوو وسایلو په اړه ځانګړي جزئیات به ښکاره نه کړی شي ځکه دا یقیني کول دي چې عملیات امن پاته شي."

امریکا د الشباب ډله، د القاعده ډلې تر ټولو ستره او فعاله ډله په نړۍ کې شمېري. الشباب په کال 2012 کې د القاعده سره یوځای شوه.

د افریکام د بیان ترمخه، د الشباب ډلې "هم خپل عزم او هم خپل صلاحیت په اثبات رسولی چې کولی شي د امریکا ځواکونو او شریکانو باندې یې حمله وکړي او په خطه کې د امن مفاداتو ته خطره پېښه کړي."

په همدې حال کې امنیتي ذرائعو وي او اې ته ویلي دي چې د خالي/شنبې ورځې په سهار، د الشباب تندلارو د صومالي په مرکزي صوبه جلمدج کې په یو کلي باندې چې په دې وروستو کې آزاد کی شوی و، بیا حمله کړې او حکومتي عسکر یې وژلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG