د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، په راتلونکو 48 ساعتونو کې د بجلۍ په زياتو بِلونو کې د کمي کولو دپاره د کوټلو اقداماتو لارښوونه کړې ده.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه نوموړي دغه خبره پرون د اتوار په ورځ په ملک کې د بجلۍ د زياتو بِلونو په حواله رابللې بېړنۍ غونډې په مهال کړې ده.
نوموړي تېر ماسخوتن په خپله په اېکس ویلي، په ننۍ غونډه کې د بجلۍ په اړه چارواکو احوال وړاندې کړی او د توانايۍاو خزانې وزارت ته د بجلۍ په بِلونو کې ولس ته د خېر رسولو دپاره زمه واري ورسپارل شوې ده.
هغه ويلي، په سرکاري دفترونو کې د بجلۍ د استعمال کمولو دپاره به ګامونه واخستل شي، نن به د ټولو صوبو سره مشوره کوي او نګران حکومت به هڅه کوي چې د خپل وس ترمخه ولس ته خېر ورسوي.
د پاکستان وزيراعظم د بجلۍ د بِلونو په حواله ياده غونډې په داسې حال کې رابللې چې په ملک کې د بجلۍ د سېوا شوو بِلونو پرضد په ګرد هیواد کې ولسي احتجاجونه پیل شوي او یو شمیر سیمو کې خلکو د بجلۍ د بېلونو جمع کولو نه انکار کړی دی.
په پاکستان کې روانه میاشت په خلکو پسې د بجلۍ لوړ بِلونه راغلي او پرضد یې د ملک په بیلابیلو برخو کې د سختو ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده او خلک په احتجاجي ډول خپل بِلونه سوځوي.
د پاکستان په سېنېټ کې هم د جمعې په ورځ د بجلۍ د لوړو بېلونو ستونزه راپورته کړل شوې او په حکومت نيوکې شوي چې ولس یې په زیاته ګرانۍ ځان وژنې ته مجبور کړی دی.
سېنېټر مشتاق احمد خان په سېنېټ کې ویلي د بجلۍ لوړه بیعه او بیا د بجلۍ بِلونو کې ولس پسې بیلابیل لوړ ټیکسونه اچول د ولس معاشي قتل عام دی.
هغه ویلي یو خوا د بجلۍ نرخ دومره لوړ کړل شوی چې یو غریب مزدور کار اوس نه شي کولی پخپله دیاړۍ کې د بجلۍ بېل ادا کړي او بل په دې بِلونو کې 11 مختلف ټیکسونه په ولس پسې اچول شوي دي چې دا د غریبانو او بې وزله خلکو د لوټلو په معنی عمل دی.
هغه ویلي یوه غریبه کورنۍ چې د میاشتې 200 یونټه بجلي مصرفوي نو د هغې قیمت ورته 2700 روپۍ تمامیږي خو په دغه 200 یونټه بجلۍ بیا د هغه نه ټیکسونه هم اخستل کیږي چې دا سوچه زیاتی دی.
د وزيراعظم په مشرۍ د بجلۍ د بِلونو د کمولو په غونډه کې دا هم ويل شوي په تندۍ کې به داسې کوم ګام نه اوچتول کيږي چې ملک ته ترې تاوان اوړي داسې ګامونه به اوچتولی شي چې د ملک په خزانه بوج نه شي او ولس ته ترې اساني جوړه شي.
ويل شوي انوار الحق کاکړ د وزارتونو نه غوښتي چې دوی او ادارې یې چې ويړيا بجلي ترلاسه کوي د هغو تفصيل دې ورته ورکړي.
هغه زياته کړې د بجلۍ وېشونکې کمپنۍ دې د بجلۍ د غلا د مخنيوي دپاره ګامونه واخلي او د اصلاحاتو په لړ کې دې خپل خپل پلانونه وړاندې کړي.
Forum