لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دعوه کړې، په افغانستان کې د داعش فعاليتونه صفر ته نزدې شوي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ويلي، د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته "په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون، د وسلو پراختيا او داعش د زياتوالي په حواله دعوې تکرار" شوي دي.

ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د شورا غړو ته په وړاندې شوي رپورټ غبرګون ويلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان او عراق په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې ددې ډلې د فعالیتونو او وړتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د دې غونډې ګډونوالو د اګست په 25مه ویلي وو، داعش ډله نه یواځې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته په یو خطر بدله شوې ده.

ملګرو ملتونو په روانه اګست میاشت کې په یو رپوټ کې اټکل کړی وو چې داعش اوس هم په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي لري.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان "يو ځل بيا دغه تورونه بې بنسټه" بولي.

هغه ويلي، "په تېرو دوه کلونو کې طالبانو د ناقانونه وسلو او داعش پرضد په سلهاوو عمليات کړي وسلې او مهمات یې نيولي او دعوه یې کړې د داعش عملياتي وړتياوې له منځه وړل شوي دي".

مجاهد زیاته کړې، "دغه ډول بې بنسټه ادعاوې او يا هم په دې ډول پروپېګنډا ځپل شوي داعش ته مورال ورکوي او په سيمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي".

د طالبانو وياند دعوه کړې، "په تېر يو کال کې په افغانستان کې د داعش فعاليتونه صفر ته نزدې شوي". هغه "په افغانستان باندې د ملګرو ملتونو او نورو خواو بنديزونه، د شتمنيو تړل د بشري وضعيت لامل" يادې کړي چې د عامو افغانانو په ژوند یې ناوړه اغېزې کړي.

د امنیت شورا غونډې ته د ترهګرۍ خلاف د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف نړیوال امن ته د داعش د ګواښونو په اړه 17م رپوټ وړاندې کړی وو.

ښاغلي وورونکوف په عراق او افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او ويلي يې وو چې اوس په سیمه کې ددې ډلې د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده.

وورونکوف د رپوټونو په حواله ويلي وو چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو وړتیاوې زیاتې شوې دي او وایي دا ډله پر طالبانو او نړیوالو هدفونو په بریدونو کې ډېره پیچلې شوې ده.

غونډې ته د جنوبي امریکې د ایکواډور هېواد استازي پېرېز لوز په خپله وینا کې د جولایۍ په 30مه د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په باجوړ او د اګست پر 13مه په ایران کې د داعش بریدونو ته اشاره کړې او غوښتي یې وو چې مالي سرچینو ته د دغې ډلې لاسرسي باید محدود شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په خېبر پښتونخوا کې د ماربلو یا د سنګ مرمر د صنعت وروستی حال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG