لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي، عراق په دې راضي شوی چې د کردستان تندلاري غیرمسلح او بل ځای ته منتقل کړي


د ایران خارجه وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، نوموړي ملک او عراق په دې اتفاق کړی چې د عراق په کردستان سیمه کې "مسلح ترهګرې ډلې" به آینده میاشت کې غیرمسلح کولی او بل ځای ته منتقل کولی شي.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني په یو پرېس کنفرنس کې وویل: "د ایران او عراق ترمنځ یوه لوظنامه لاسلیک شوې، کوم کې چې عراق د سپټمبر میاشتې تر 19مې پورې پخپله خطه کې د موجودو وسله والو بېلتون غوښتونکو او ترهګرو ډلو غیرمسلح کولو، د هغو د اډو تړلو، او نورو ځایونو ته د منتقل کولو ژمنه کړې ده."

کنعاني دا ښکاره نه کړه چې دغه تندلاري به کومو ځایونو ته منتقل کړی شي.

د عراق د خارجه وزارت یو ترجمان په دې اړه د مطبوعاتو پوښتنه نه ده ځواب کړې، مګر د عراق د وزیراعظم یو امنیتي سلاکار چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، د دې خبرې تصدیق وکړ چې ایران په عراقي کردستان کې د مخالفو ډلو د غیرمسلح کولو او د کډوالو کېمپونو ته د منتقل کولو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه چې د ایران دغه مطالبه، په هغه سرحدي امنیتي لوظنامه کې یاده شوې کوم چې ایران او عراق په مارچ میاشت کې لاسلیک کړې وه.

ایران د ډېرې مودې راهېسي دا تور لګوي چې ګني د عراق په شمال کې د کردستان سیمه، د هغو ترهګرو ډلو ځاله ده چې په ایران باندې حملې کوي، او د ایران د سپاه انقلاب ځواکونه یې وخت په وخت په نښه کوي.

تېره سپټمبر میاشت کې هم د ایران د انقلابي دستې ځواکونو د عراق په کرد مېشته سیمه کې د میزائیلو او ډرونونو حملې وکړې چې د ځایي چارواکو په وینا، په کې 13 کسان ووژل شول.

د عراق خارجه وزارت هغه حملې وغندلې. د ایران ځواکونو ویلي و چې په خطه کې به د "ترهګرو" په نښه کولو ته دوام ورکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG